IQNA

حاجیان مسجد الحرام ته له ځان سره کوم پنځه شیان نشي وړلی؟

18:52 - June 04, 2024
د خبر لمبر: 3489321
ایکنا – د سعودی عربستان د حج او عمرې وزارت مسجد الحرام ته د حاجیانو د واریدیدا په وخت د پنځو شیانو له ځان سره د وړلو د ممنوعیّت خبر ورکړ.

ایکنانیوز د دلیل السعودیه له قوله راپور راکوي،د عربستان د حج او عمرې وزارت په ایکس ټولنیز چینل کې پخپلې پاڼې کې توضیح ورکړې ده،د پنځو شیانو ځان سره ساتل،هغو حاجیانو لپاره چې د حج مناسک ترسره کوي،مسجد الحرام ته د واریدیدا په وخت ممنوع دي. دغه فیصله د حاجیانو د سلامتیا د تضمین او په تلو راتلو کې د آسانتیاؤ په دلیل غوره شوې ده.ددغه وزارت په دغه اعلامیې کې پنځو شیانو ته اشاره کړې او لیکلي ئې دي،د حج د مناسکود اجرا په وخت مسجد الحرام ته ددغو پنځو شیانو وړل ممنوع دي. د خوراک څښاک شیان په تیره بیا قهوه،خرما او اوبه او تیز او پرې کو نکی وسایل، داسې مایعات چې ځاي نیسي،لکه ستر صندوق،بریف کیس او ستر بیګ او د ماشومانو د کالسکه.البته په ویزټ ویزې سره د حج مناسک دترسره کیدا په باب هم د عربستان د امنیت عمومی ادارې اعلان کړی دی،هغه کسان چې مختلفې ویزټ ویزې لري،هم په دغې ویزې سره د حج مناسک نشي ادا کولی.دغې ادارې هغو ټولو کسانو ته چې دغه شان ویزې لري،غوښتي دی، د ذیقعدې د میاشتې له پنځلسمې نیټې راهسې د ذی الحجې د میاشتې تر پنځلسمې نیټې پورې په دغې ویزې سره مکې مکرمې ښار ته دې وارید نشي ،که نه نو ،جرمانه به شي.په دغو جرمانو کې تر لس زره سعودي ریال جرمانه، له عربستانه د ویستلو جرمانه، تر شپږمیاشتې بند سزا او مداراز ترپنځوس زره سعودی ریال او همداراز په قضائي فیصلې سره د هغوي د ګاډو مصادره کول او دغه راز د صادر شوي فیصلې په اساس تر مشخصې مودې پورې عربستان ته د خلاف ورزی کونکو د ورتلو ممنوعیّت پکې شامل دي

.https://iqna.ir/fa/news/4219832

captcha