
ایکنانیوز د دوت الخلیج له قوله راپور راکوي، د عربستان د پاچائي رژيم د اسلامی چارو وزیر عبداللطیف آل الشیخ په یوه حکم کې په درست هیواد کې د جوماتونو لپاره د مجازو لاؤډسپیکرو شمیر وټاکه.ددغه حکم په اساس، د سعودي عربستان جوماتونه یوازې له څلورو لاؤډسپيکرو استفاده کولی شي. هغه په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د آذان د اقامې لپاره بهر څلور لاؤډسپيکر کافی دی او لازیات لاؤډسپيکرې باید په جوماتونو کې د اړونده مسئولانو له خوا غونډې شي.د عربستان د اسلامی چارو وزیر همداراز حکم ورکړ څو اضافي لاؤډسپيکرې په ګودامونو کې وساتل شيڅو په هغو جوماتونو کې چې کافی لاؤډسپيکرې نه لري ،وویشل شي.