
په راپور کې وئیل شوي دي د پاکستان کراچۍ ښار د یکشنبې په ورځ د فلسطین او د مقاومت جنګیالیو د زرګونو ملاتړ کوونکو کوربه وو.دغه لاریون په کراچۍ کې د جماعت اسلامي ګوند لخوا د غزې په ملاتړ ترسره شو چې په کې د بېلا بېلو قشرونو خلکو ګډون کړی وو.په دغه لاریون کې ګډون کوونکو په ځانګړې توګه ښځو، محصلینو او کوچنیانو د فلسطین په ملاتړ کې د فلسطین بیرغونه او بینرونه نیولي وو او د «آزاد فلسطین»، «اسرائیل نسل وژنه» او «مرګ په امریکا» یې شعارونه ورکول.د پاکستان د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم الرحمن د غزې د خلکو د دفاع لپاره د دغه هیواد له حکومته د جدي او رښتیني اقدام غوښتنه وکړه او په رفح کې د دغه رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره یې د اسرائیلو په ملاتړو د فشار راوړلو باندې ټینګار وکړ.نوموړي زیاته کړه: د پاکستان حکومت زړورتیا ښودل د فلسطینیانو د موثر ملاتړ لپاره میدان ته راوتل دي او د دغه هېواد ټول سیاسي ګوندونه باید د خپلو سیاسي دریځونو په پام کې نیولو پرته د فلسطین له مقاومتي ډلو خپل کلک ملاتړ اعلان کړي.د پاکستان د جماعت اسلامي مشر هم د اسرائيلو د جنايتونو په وړاندې د لويديځو ځوانانو په تېره بيا د امريکې د علماؤ د بيدارۍ ستاينه وکړه