ایکنانیوز د د خلیج تایمز له قوله راپور ورکړی، د دوبئ مسئولانو د ۵۵ میلیون درهمو په ارزښت، د اوبو لاندې او د پاسه د یوه ګرځنده جومات د جوړولو لپاره یو پلان اعلان کړی دی.
د خپرو شوو انځورونو په اساس ددغه جومات نیمې برخې کې به د اوبو دپاسه یو کافی شاپ او د کیښناستو برخې هم وي ،په د اسې حال کې چې یوه بله برخه به ئې د اوبو لاندې د لمانځه اداکولو لپاره وي.
په یوې خاصې معمارۍ سره په نړۍ کې دغه شان لومړنۍ ودانۍ به درې پوړه وي او د اوبو لاندې به پکې یوه دلمانځه کوټه وي چې د لمانځه د اداکولو لپاره به ورڅخه استفاده کیږي. دغه جومات به له ۵۰تر ۷۵ لمونځ ګزارو پورې ظرفیّت ولري چې د اوبو لاندې د لمانځه د اقامې یوه بې مخینې تجروبه به ولري .په اوبو کې دغه ګرځنده ودانۍ به د وضو ځاي اوتشناب هم ولري.
ددغه جومات پروګرامونه په داسې حال کې اعلان شوي چې د دوبئ داسلامی چارو او خیریه فعالیتونو ادارې (IACAD) ددغې مذهبی ټوریستي پروژې په باب غونډه هم کړې ده . او وئیل کیږی،دغه پروژه به ډیره زر پیل شی ،البته د جومات دقیق ځای تراوسه پورې مشخص شوی نه دی،البته وئیل شوي دي چې له ساحل سره به نزدې وي او د وچې برخه به د یوه پل په وسیله ورسره وګڼدل شي.