IQNA

د  بیلجیّم په اسلامی موسیسې کې د قرآن د حافظانو قدرونه اوستاینه

14:48 - June 05, 2024
د خبر لمبر: 3489328
ایکنا – د بیلجیئم په آنتورپ ښار کې د یوشمیر مسلمانو دیني مشرانو په شتون سره په یولړ دستورو کې د قرآن کریم د زلمیو حافظانو درنښت وکړ.

ایکنانیوز د نادورسیټي له قوله راپور راکړ، د جون په دوهمه نیټه د قرآڼ کریم د حفظ او په آنتورپ ښار کې د جسرالامانه عربی ژبې او داسلامی علومو د تعلیم موسیسه د ممتازو محصیلینو او حافظانوقدرونه او ستاینه وکړه.

په دغو دستورو کې د بیلجئیم د ځاي علمي شورا مشر او د مراکش دعالمانو د اروپائي شورا مشر شیخ الطاهر التجکاني او جسرالامانه عربی ژبې او اسلامی علومو د زده ړې او دقرآن کریم د حفظ موسیسې مدیر بن علوش عبدالرحمان او یو شمیر نورو شخصیّتونو هم شتون درلود.

 دغه دستورې د  شیخ محمد معروف په غږسره د قرآن کریم د یوشمیر آیتونو په قرائت سره پیل شوې، بیا بن علوش عبدالرحمن  د اسلامی علومو او د عربی ژبې د زده کړې او د قرآن د حفظ په اشاعت کې  د جسرالامانه موسیسې د هڅو قدرونه وکړه. هغه د مسلمانې ټولنې  وګړي قرآن کریم ته تمسک  او پخپلو دیني او اسلامی هویّت باندې تکیې ته وبلل او په دنیا او آخرت کې  ئې د قرآن  دحافظانو  د ارزښت او اهمیّت  یادونه وکړه او وې وئيل،  اهل قرآن  به د قیامت په ورځ   د نور په منبرانو د پیغمبرانو او صدیقینو ترڅنګ وي.

 دستورو د جسرالامانه موسیسې د طلبه ؤپه وسیله د قرآڼ کریم په تلاؤت ،دعاګانو او مناجاتو سره  دوام درلود. په دغه کال کې  څلور طلبه ؤ د قرآن کریم حفظ پاي ته ورساوه؛حدوتي آیه ،هاجو حفصه ،یسری الهاروني او هاجو حنان  چې ټول د بیلجیئم په پوهنتونونو کې په تخصصي څانګو کې په زده کړو بوخت دي.

په بیلجیّم کې له مسیحیّت وروسته اسلام ددغه هیواد دوهم لوي دین دی. په بیلجیّم کې د مسلمانو دقیق شمیر معلوم نه دی، خو د مختلفو سرچینو د اټکل په اساس ددغه هیواد د ټولو نفوسو له ۴ تر شپږ اعشاریه پنځه فیصدو پورې آبادي  داسلام دین ته پابنده دي .  په بیلجیّم کې  د اسلام ثبت شوی لومړنی شتون  په ۱۸۲۹ کال کې ؤ. خو  دبیجلیّم زیاتره مسلمانان د  لومړي، دوهم او دریم نسل مهاجران دي چې له ۱۹۶۰ لسیزې وروسته دغه هیواد ته وارد شوي دي.

د اروپا د اړیکو مرکز په ۲۰۰۰ کال کې  اټکل کړی چې په بیلجیّم کې  کابو دیرش زره مسلمانان ژوند کوي.  په بیلجیّم کې  زیاتره مسلمانان سني مذهبه دي. د بیلجیّم د مسلمانانو د اجرائي مشر مرستیال ایزابل پرابل په ۲۰۱۰کال کې اټکل کړی چې په بیلجیّم کې د مسلمانانو لس فیصدي برخه اهل تشیّع دي.  

https://iqna.ir/fa/news/4219943

captcha