د یمن المسیره ټيلیویژني چینل راپور ورکړ، د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک بدرالدین پرون ناوخته پخپلې یوې وینا کې ووئيل، د فلسطین دمظلوم ملت په حق کې د د صهیونیسټانو د ټولو جنایتونو د شریکې په توګه دامریکا رول هماغه راز دوام لري، امریکایان همداراز هڅه کوي، ددغه هیواد په داخل کط د واشنګټن له هغو سیاستونو سره په مخالفت کې چې له اسرائيلو څخه په پلوي دریځونو کې ئې غوره کوي، کوم غږ پورته نشي، امریکایان چې پخپلو شعارونو او ادعاګانو کې وائي ،د قاضیانو احترام کوي،اوس د هیګ د نړیوال عدالت او دهغو د قاضیانو او کارکونکو په ضد بندیزونه لګوي.
الحوثي زیاته کړې ده،صهیونیسټانو د ۲۴۴ ورځې لپاره په غزې تړانګې کې د فلسطینی ملت په ضد نسل وژنې ته دوام ورکړی دی او په تیرې یوې اونۍ کې ئې ۲۱۰۰ کسان شهیدان او زخمي کړي دي چې زیاتره پکې ښځې او ماشومان دي.
د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ رهبر زیاته کړې ، د یمن وسلوال پوځ د عراق له اسلامی مقاومتي مبارزانو سره په ګډو عملیاتو کې د صهیونیسټي رژيم په حیفا بند په لور ګډ عملیات اجرا کړي دي او د یمن د پوځ او مقاومتي چولیز دغه عملیات به د غزې تړانګې په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د حملو تر دریدا پورې دوام ولري.