IQNA

پاپ فرانسیس په غزې کې د جنګ له امله په نفرت خورونې خواشیني څرګنده کړه

7:30 - June 09, 2024
د خبر لمبر: 3489346
ایکنا – د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس،په یوې وینا کې د هغه نفرت په باب چې په غزې کې جنګ به ئې د راتلونکو نسلونو لپاره ولري، افسوس او خواشیني وښودله.

ایکنانیوز د روسیا الیوم  له قوله راپور راکړ، د نړۍ دکاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس دهغه کرکې اونفرت په خاطر چې  دغزې جنګ ئې په راتلونکو نسلونو کې رامینځةکوي ، خپله خواشیني څرګنده کړه او  په غزې تړانګې کې ئې  د اوربند، د برمته شوو کسانو د خوشی کیدا  او فلسطینیانو ته د مرستو رسونې غوښتنه وکړه.

پاپ فرانسیس  پخپلې  دغې وینا کې ووئيل،  هغه ټول کړاؤنه اوتاؤتریخوالي چې  ئې رامینځةکوي، او هغه نفرت ااو کرکه چې  په راتلونکو نسلونو کې ئې کري، باید مونږ قانع کړي چې  هر یو جنګ  نړۍ  له مخکې لا بدتره کوي. 

پاپ  دغه وینا د سولې د  هغه پلان د لسمې کلیزې په مناسبت  کړې ده چې د صهیونیسټ رژیم  د وخت لومړی وزیر شیمون پرز او د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو  مشر محمود عباس  له خوا  منل شوې  ؤ.

د نړۍ د کاتولیکانو  رهبر د خپلې وینا په یوې بلې برخې کې ووئيل؛ زه هره ورځ دعا کوم  چې دغه  جنګ بلاخره پای ته ورسیږی.  زه هغو ټولو کسانو ته چې  په اسرائيلو او فلسطین کې کړیږی، په مسیحیانو،یهودیانو او مسلمانانو فکر کوم.

هغه ووئيل، فکر کوم باید  د غزې  له کنډوالو لاندې څخه د وسلو د غلي کولو لپاره کومه فیصله وشي او په همدې دلیل د اور بند غوښتونکی یم.  د بندیانو  په زرترزره خوشي کیدا فکر کوم او د فلسطین د ولس لپاره فکر مند یم او  له هغو څخه ملاتړ غوښته کوم څو د هغوي لاسونو ته د دوي داړتیا وړ انسان دوستۍ مرستې ورسیږي.

 هغه ټينګار وکړ، مونږ ټول هغې تل پاتې سولې ته درسیدا لپاره  ژمنتیا او هڅو ته پابنده یوو چې په فلسطین او اسرائيلو کې د نفرت او دښمنۍ ددیوالونو په ړنګولو سره د یوه بل تر څنګ ژوند وکړي.

پاپ فرانسیس  د خپلې وینا په پاي کې  ووئيل، مونږ ټول باید د قدس خیال وساتو څو   د مسلمانانو ةسیحیانو او یهودیانو د ورورولۍ  دچلند شاهدان شو.

https://iqna.ir/fa/news/4220457

captcha