د لویدیځي آسیا د مسئلو کارپوه او شناندي مهدي شکیبائي له ایکنانیوز سره په خبرو کې په دغې تاریخي مرحلې کې د فلسطین ملاتړو امریکائي محصیلینو ته د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د لیک د اهمیّت په باب ووئيل، دغه لیک د هغو لیکونو په لړ کې دی چې د رهبرۍ ستر مقام په ۱۳۹۳لمریز کال کې لویدیځي ځوانانو ته په خطاب کې خپور کړی او د هغوي غوږونو ته رسیدلی دی.
هغه په دې په ټينګار سره چې دغه لیکونه ډول ډول اړخونه ،موخې او نتیجې لري، دوام ورکړ؛ هغه غورځنګ چې اوس د امریکائي او اروپائي محصییلینو په وسیله راپنځیدلی،د فلسطین موضوع او د جنایتکار صهیونیسټي رژيم نسل وژنې ته متوجه دی.
ښاغلی شیکبائی ووئيل،د فلسطین موضوع د مونږ یوه داسې مهمه مسئله هغه که له اسلامی انقلابه مخکې وه او که له اسلامی انقلاب بریالیتوبه وروسته وي چې د ارواښاد امام له خوا تعقیبیدله.. حضرت امام خمیني د ۱۳۴۲لمریز کال د غبرګولې په ۱۵ نیټه د اسلامی غورځنګ له هماغه پيله د صهیونیسټي رژیم په ضد او د فلسطین په ملاتړ کې سخت دریځونه غوره کړل. د فلسطین د موضوع په باب د حضرت امام خمینی په فکري منظومې کې ترټولو مهم هدف دفلسطین په تاریخي ټاټوبی کې د یوه تاریخي حکومت ټینګیدا وه .
په دنیا کې د حضرت امام خمیني د تدبیر تحقق؛
د لویدیځي اسیا د چارو دغه کارپوه ووئيل؛اوس د اسلامی انقلاب د بریالیتوب ۴۵ کلونه تیریږي او همدغه وخت هم د قدس د ورځې د نومونې تیریږي او د هغه څه په اساس چې د دنیا په ګوټ ګوټ کې له هغو پیښو ورتیر چې په اسلامی هیوادونو کې پيښیږي ، د لندن ، پاریس، روم او ځینو نورو هیوادونو په څير د اروپائي هیوادونو په پلازمینو کې لیدل کیږی، د حضرت امام خمیني د تدبیر تحقق پيدا کړی او ادعا کیدلی شي، هغه څه چې ارواښاد امام د دنیا د خلکو د ویښولو لپاره د فلسطین د مسئلې په باب او یا د دنیا په یوې مهمې مسئلې د فلسطین د موضوع د بدلولو په باب پيښ شول .
ارواښاد امام او رهبري د قرآن د مکتب شاګردان دي
د لویدیځي آسیا سیمې د چارو دغه کارپوه همدرااز د مقاومت د روحیې د پیاوړتیا لپاره له قرآن کریم سره د بلدتیا لپاره امریکائي محصیلینو ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د سپارښتنې په باب روښانه کړه ؛ ارواښاد امام او د رهبرۍ ستر مقام ، هردواړه د قرآن د مکتب شاګردان دي . زما په نظر دوي په دغه لیک کې امریکائي او اروپائي ځوانانو ته یادونه کوي ، هغه پیښې چې رامینځةکیږي ، او دا غورځنګ چې د ترسره کیدا په حال کې دی، هماغه شی دی چې قرآن له کلونو کلونو مخکې څخه اعلان کړی دی. په حقیقت کې دوي د قرآن د اهتمام موضوع ته توجه ک ړې ده ، هماغه شان چې په هغو څو لیکونو کې چې په ۱۳۹۳ لمریز کال کې ئې لویدیځوالو ځوانانو ته لیږلي دي ، هم ئې دې موضوع ته اشاره کړې ده .
هغه په دوام کې ووئیل؛ په لویدیځ کې ډيره هڅه کیږي چې قرآن ته اهتمام او د جهاد ،سرښیندنې ، شهادت په څير کلمې او ټکي په دنیا کې عینیّت پیدا نه کړي او دایما هم په بایکاټولو او سنسر کولو پسې دي داسې چې په ډيرو موقعو کې د قرآن په تحریفولو لاس پورې کوي.