ایکنانیوز راپور راکوي، د محمد آصف فروغ په وینا د حضرت امام خمینی په لیدتوګې کې د فلسطین او قدس آزادول اسلامی او قرآنی اساس درلود،ځکه چې په قرآن او اسلام کې له یوې خوا د مظلوم او کړیدلي پر مرستو او ملګرتیا او له بل پلوه د تیریګرو په وړاندې پر مقاومت ټينګار شوی دی. په عین حال کې دغه لیدتوګه که څه هم په مختلفو هیوادونو کې په مسلمانانو کې منل شوې ده ،خو د حکومتونو په سویه د صهیونیسټانو له تیریو ااو دهغوي له ملاتړو په چلند کې مناسب اقدامات نه دي ترسره شوي،که څه ډیرو حکومتونوتل ځانونه د فلسطین د آرمان ملاتړی بریښولي دي ، خو په عمل کې ددغو اقداماتو په وړاندې په چپتیا سره او په ځينو موردونو کې هم د صهیونیسټانو په ملاتړ سره او له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د عادی کولو په لړ کې په حرکت سره عملا د نیواکګرۍ د تثبیت او د فلسطین د آرمان د له مینځه وړلو اقدام کوي.
محمد آصف فروغ ددې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو د یوه دینی عالم په حیث دڅه دپاسه څلویښتو کلونو تیریدا ته په پام سره د فلسطین په باب د حضرت امام خمیني لومړنۍ فیصله څرنګه ارزوو، او په وړاندې ئې د اسلامی هیوادونو دریځ ترکومه اندازه له دغې فیصلې سره او له دې ورآخوا د اسلامی لیدتوګې په اساس ګنئ ووئيل، دغه کړچار د اسلامی لیدتوګې په اساس دی او په دې کې هیڅ دشک ځای نشته او هغه څه چې ارواښاد امام مطرح کړل په بشپړ ډول د اسلامی تعلیماتو په اساس دي. محمد آصف فروع توضیح ورکړه ؛اسلام له مسلمانانو څخه دفاع او د مسلمانانو آزادي یوه شرعي دنده ګڼي .