IQNA

د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدان خپل قرآني پروګرامونه اعلانوي

8:31 - June 11, 2024
د خبر لمبر: 3489362
ایکنا -  د هغه تعامل په اساس چې د ایران د ریډیو او ټيلیویژن د ادارې او قرآني کلتور د پراختیا د شورا د دارالانشاء ترمینځ ترسره شوی، ټاکل شوې ده ، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدان یا د هغوی نمایندګان پخپلو انتخاباتی کمپاینونو کې د قرآن  کریم په حوزې کې هم خپل پروګرام ته اشاره وکړي.

د ایرا ن قرآنی کلتور د پراختیا د شورا منشي حجةالاسلام سید مصطفی حسیني ایکنانیوز خبری آژانس سره په خبرو کې  د ولسمشرۍ د انتخاباتو رانزدیکیدا او ددغو انتخاباتو  اهمیّت ته په اشارې سره  ووئيل، ټاکل شوې ده د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د صلاحیّت له تائيدیدا وروسته د تبلیغاتو او مناظرو وخت پیلیږی، څو خلک  د دوي  پروګرامونو سره لازیات آشنا شي.

هغه په دوام کې ووئيل، سره له دې چې د مونږ نظام له اسلام او قرآن کریم څخه راپورته شوی دی، په مخکینیو کلونو کې  او د ولسمشرۍ  د  انتخاباتو په تیرو پړاؤنو کې کاندیدانو په مناظرو اویا نورو تبلیغاتي پروګرامونو کې  قرآڼي موضوعګانو ته هیڅ اشاره نه کوله اودا تشه په پروګرامونو کې ډيره زیاته احساسیدله او د ایراد قرآني  کلتور د ټولنې یوه په حقه غوښته هم وه.

حسیني روښانه کړه ،په همدې اساس د قرآنی کلتور د پراختیا شورا په مشورتي ټولنې کې هڅې او بحثونه وشول  او یوې جمع بندۍ ته ورسیدو، خو  له هر یوه اقدامه مخکې د ایران ریډیو اوټيلیویژني اداره (صدا وسیما)وړاندیز وکړ  او په هغه تعامل کې چې  د قرآنی کلتور د پراختیا شورا له سکرټریټ سره  ټينګ شوی ، وټاکل شوه چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو له کاندیدانو څخه د پوښتنې لپاره د قرآن کریم  دحوزې پوښتنې  هم د مناظرې برخه  شي.

د قرآنی کلتور د پراختیا شورا منشي ووئيل،د صدا و سیما په ملګرتیا او غږملتیا سره د نظرسنجې د یوه فارم په چوکاټ کې د قرآنی فعالیتونو په حوزې کې یولړ مهم چورلیزونه پلان شوي دي،څو د ایرا د قرآني فعالانو په اختیار کې ورکړل شي او ددغوچورلییزونو په باب خپل نظر اعلان کړي.

https://iqna.ir/en/news/3488683

captcha