IQNA

د غزې د لمانځه خطیب؛ دښمن  د مونږ اراده او هوډله مینځه نشي وړلی

14:38 - June 17, 2024
د خبر لمبر: 3489393
ایکنا – د غزې تړانګې  په شمال کې د جبالیا جومات خطیب ووئیل، اسرائيلی مستکبران  مونږ د قربانۍ د نیکمرغه اختر  د دستورو له ترسره کیدا  محرومه کړي  او هڅه ئې کړې ده ، په مونږ  او د خدای په تقرب کې خنډ رامینځةکړي ، خو دښمن  د مونږ اراده او هوډ له مینځه نشي وړلی.

 ایکنانیزو د الجزیره له قوله راپور راکړ،  د غزې تړانګې په شمال کې په جبالیا کیمپ کې د العمری وران شوي جومات خطیب  د قربانۍ د لوي اختر د لمانځه به خطبې کې  ووئيل، اختر غزې ته بیرته ستون شوی دی او د مونږ ملت  د خپل ټاټوبی  د بیرته  ترلاسه کولو او  د غزې ددفاع لپاره ، له پروردګار عالم سره متوّسل شوی او تر  ټولو لوړ لګښتونه ورکوي.

هغه په دوام کې ووئیل، مستکبر دښمن به چې  د مونږ ددینی مناسکو د ترسره کیدا په لاره کې خنډونه رامینځةکوي، سره  له مینځه یوسوو.

هغه زیاته کړې ده ، اسرائیلی مستکبرانو مونږ د قربانۍ د لوي اختر د دستورو له لمانځلو محرومه کړي یو و او هڅه ئې کړې ده ،د مونږ او د خدای تعالی د تقرب ترمینځ  خنډ رامینځةکړي.

د جبالیا کیمپ د جومات خطیب  ووئیل، اختر غزې ته بیرته راستون شوی دی،په داسې حال کې چې  دوی  له خپل پروردګار سره تمسّک کوي  او د  اسلامی امت دمقدساتو ددفاع او دخپلې  خاورې دبیرته ترلاسه کولو لپاره  تر ټولو لوړې بیّې ورکوي.

هغه دغه راز زیاته کړې ده ، هغه بیّې  چې مو ورکړي دي او بیا به ئې هم ورکړو، درندې دي ، البته  د مقدساتو په لارې کې هیڅ دي . دښمن هڅه کوي،د غزې خلک ووژني ، خو هیڅکله به  په دغې چارې کې  بریالي شي.

په غزې کې د قربانۍ لوی او نیکمرغه اختر  چې  نهه میاشتې کیږي، د دوامدارو بیریو او جنایتونو  سره لاس او ګریوان دی ، په داسې حال کې ترسره کیږي، چې  مقاومت هماغه شان  د صهیونیسټي رژيم د نیواکګر رژیم له پوځ سره په مختلفو سیمو او برخو کې  مقابلې ته دوام ورکوو او دغه وحشي او تیریګر رژيم ته مو ډیر تاوانونه رسولی دي.

د غزې ماشومان د غزې تړانګې په شمال کې د کورونو د کنډوالو د پاسه  په الله اکبر چغو پورته کولو سره  د اختر هرکلی کوي. 

https://iqna.ir/fa/news/4221714

captcha