ایکنانیوز راپور راکوي، د ترکیې د قرآن کریم نړیوالو سیالیو ته د ټول قرآڼ کریم د حفظ اوتحقیق د قرائت په څانګې کې د ګډون لپاره د ایران دوه نمایندګان لیږل کیږي.
په همدې اساس ، د ټول قرآڼ کریم د حفظ په څانګې کې میلاد عاشقي او د تحقیق د قرائت په څانګې کې سید پارسا انګشتان به په دغو نړیوالو سیالیو کې د ایران د نمایندګانو په توګه ګډون وکړي.
د قرآن د سیالیو ترسره کونکو سږکال دګډون کونکو لپاره ځيني محدودیّتونه په نظر کې نیولی دي ، چې په هغو کې له دیرشو کلونو کم عمره ګډون والو ته اشاره کولی شو. په همدې اساس ، د ټول قرآن کریم د حفظ په څانګې کې میلاد عاشقي چې تیر کال د قرآڼ د عمومی سیالیو په شپږڅلویښتم پړاؤ کې دریم لمبر شوی ؤ، دتریکې د سیالیو ترسره کونکي کمیټې ته معرفي شوی دی.
د تحقیق د قرائت په څانګې کې شرائط لاپيچلی دي، په دغې څانګې کې دې ته په پآم سره چې دتیر پړاؤ په رتبه ګټونکو سانو او همداراز اتو فینالیسټو د ترکیې په سیالیو کې د شتون د عمر کوم محدودیّتونه نه درلودل، نو ځکه نهم کس چې سید پارسا انګشتان دی ، د ترکیې د سیالیو ترسره کونکي کمیټې ته معرفي شوی دی.
دغه سیالۍ د مقدماتي او نهائي په دوو مرحلو کې پلان شوي دي چې مقدماتي مرحله به ئې په وبینار له لارې او نهائي مرحله هم په حضوري بڼه وي . البته انټرنیټي مرحله ئې کابو دوه اونۍ مخکې ترسره شوې ده.
ددغو سیالیو مخکینې پړاؤ هم په ۱۴۰۱ لمریز کال کې ترسره شوی دی.