IQNA

د ترکیې د قرآن په سیالیو کې د ایران دوه استازي ګډون کوي

7:33 - June 18, 2024
د خبر لمبر: 3489394
ایکنا – د ترکیې هیواد دقرآڼ په نړیوالو سیالیو کې به دایران  دوه نمایندګان میلاد عاشقي اوسید پارسا انګشتان ګډون وکړي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ترکیې د قرآن کریم  نړیوالو سیالیو ته د  ټول قرآڼ کریم  د حفظ اوتحقیق د قرائت په څانګې کې د ګډون لپاره  د ایران دوه نمایندګان لیږل کیږي.

په همدې اساس ، د  ټول قرآڼ کریم د حفظ په څانګې کې  میلاد عاشقي  او د تحقیق د قرائت په څانګې کې  سید پارسا انګشتان  به په دغو نړیوالو سیالیو کې د ایران د نمایندګانو په توګه ګډون وکړي.

 د قرآن  د سیالیو ترسره کونکو سږکال  دګډون کونکو لپاره ځيني محدودیّتونه  په نظر کې نیولی دي ، چې په هغو کې  له دیرشو کلونو کم عمره  ګډون والو ته اشاره  کولی شو. په همدې اساس ، د ټول قرآن کریم د حفظ په څانګې کې  میلاد عاشقي  چې تیر کال د قرآڼ د عمومی سیالیو په شپږڅلویښتم پړاؤ کې  دریم لمبر شوی ؤ، دتریکې د سیالیو ترسره کونکي کمیټې ته معرفي شوی دی.

 د تحقیق د قرائت په څانګې کې شرائط لاپيچلی دي، په دغې څانګې کې  دې ته په پآم سره چې دتیر پړاؤ  په رتبه ګټونکو  سانو او همداراز  اتو فینالیسټو  د ترکیې په سیالیو کې د شتون د عمر کوم محدودیّتونه نه درلودل، نو ځکه نهم کس  چې  سید پارسا انګشتان  دی ، د ترکیې  د سیالیو ترسره کونکي کمیټې ته معرفي شوی دی.

دغه سیالۍ  د  مقدماتي او نهائي په دوو مرحلو کې پلان شوي دي چې  مقدماتي مرحله به ئې په وبینار له لارې  او نهائي مرحله هم په حضوري بڼه وي . البته انټرنیټي  مرحله ئې کابو دوه اونۍ مخکې ترسره شوې ده.

ددغو سیالیو مخکینې پړاؤ هم په ۱۴۰۱ لمریز کال کې ترسره شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4221770

captcha