ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، د صهیونیسټ رژيم خپروندوئي مرکز راپور ورکړی، چې د دغه رژيم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جنګ له کابینې سره د یوځای کیدا لپاره دایتمار بن ګویر له غوښتنې وروسته دغه کابینه ړنګه کړې ده.
له دې مخکې عبری ژپې یدیعوت آحارنوت ورځپاڼې د یوې خبرې سرچینې له قوله لیکلي وو، واشنګټن د تل ابیب د چارواکو لپاره د داخلی امنیت د وزیر ایتمار بن ګویر او ددغه رژيم دجنګ په کابینې کې د مالي چارو د وزیر یتسلئيل اسموتریچ د نه شتون په ضرروت ټيڼګار کړی دی.
دغې سرچینې همداراز وئيلي دي، د امریکا د متحده ایالاتو خارجه وزیر آنتونی بلینکن د جنګ له کابینې سره د دوي د یو ځای کیدا د احتمال په باب خپله اندیښنه اعلان کړې ده.
داپه داسې حال کې دي چې د بنی ګانټس له استعفی وروسته بن ګویر د جنګ په کابینې کې د شتون غوښتنه کړې ده.
له دې مخکې د صهیونیسټي رژيم د جنګ د کابینې غړي بنی ګانټس د غزې په جنګ کې ددغه رژيم د لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو په سیاست په اعتراض کې رسما له دغې کابینې خپل وتل اعلان کړل.
بنی ګانټس له دې مخکې د جنګ له کابینې غوښتي وو ، له جنګه د وروسته پړاؤ لپاره دې کوم پلان وړاندې کړی که داسې نه وي ،نو له کابینې به استعفا ورکړي. هغه د جون تر اتمې نیټې پورې کابینې ته مهلت ورکړی ؤ.
د بنی ګانټس ګوند تیره اونۍ د صهیونیسټ رژيم د کنسټ (پارلیمان) د ړنګولو او د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا لپاره یو پلان وړاندې کړ.