IQNA

د وحشي صهیونیسټي رژيم دجنګ کابینه ړنګه اعلان شوه.

8:27 - June 18, 2024
د خبر لمبر: 3489396
ایکنا – د صهیونیسټ رژيم رسندوئي مرکز په یوه راپور کې وئيلي دي، چې بینیامین نتنیاهو د جنګ د  کابینې ړنګیدا اعلان کړې ده.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، د صهیونیسټ رژيم خپروندوئي مرکز  راپور ورکړی، چې د دغه رژيم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو  د  جنګ  له کابینې سره د یوځای کیدا لپاره دایتمار بن ګویر له غوښتنې وروسته  دغه کابینه ړنګه کړې ده.

 له دې مخکې عبری ژپې  یدیعوت آحارنوت  ورځپاڼې د یوې خبرې سرچینې له قوله لیکلي وو، واشنګټن  د تل ابیب د چارواکو لپاره  د داخلی امنیت د وزیر ایتمار بن ګویر او ددغه رژيم  دجنګ په کابینې کې د مالي  چارو د وزیر یتسلئيل اسموتریچ د نه شتون په ضرروت ټيڼګار کړی دی.

دغې سرچینې همداراز وئيلي دي، د امریکا د متحده ایالاتو  خارجه وزیر آنتونی بلینکن  د جنګ له کابینې سره  د دوي د یو ځای کیدا  د احتمال په باب  خپله اندیښنه اعلان کړې ده.

داپه داسې حال کې دي چې د بنی ګانټس له استعفی وروسته بن ګویر د جنګ په کابینې کې د شتون غوښتنه کړې ده.

له دې مخکې د صهیونیسټي رژيم د جنګ د کابینې غړي بنی ګانټس  د غزې په جنګ کې ددغه رژيم د لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو په سیاست په اعتراض کې رسما  له دغې کابینې  خپل وتل اعلان کړل.

 بنی ګانټس له دې مخکې د جنګ له کابینې غوښتي وو ، له جنګه د وروسته پړاؤ لپاره دې  کوم پلان وړاندې کړی  که داسې نه وي ،نو له کابینې به استعفا ورکړي. هغه د جون تر اتمې نیټې پورې کابینې ته مهلت ورکړی ؤ.

د بنی ګانټس ګوند تیره اونۍ د  صهیونیسټ رژيم د کنسټ (پارلیمان) د ړنګولو  او د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا لپاره یو پلان وړاندې کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4221963

captcha