ایکنا –د تقلید یو ستر دیني مرجع آیت الله ناصر مکارم شیرازي چې د ناروغۍ له امله په روغتون کې بستری شوی ،د تهران په یوه روغتون کې په شتون سره ئې حضرت آیت لله العظمی سید علی خامنه اي د هغه عیادت او پوښتنه و کړه.

ایکنانیوز د رهبرۍ د اطلاع رسونې د ویبپاڼې له قوله راپور راکړی،حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په دغه عیادت کې د آیت الله ناصر مکارم شیرازي د درملنې له بهیره په خبریدا سره ، د هغه لپاره د خداوندمتعال په درګاه کې د بشپړسلامتیا او دعافیّت دعا و کړه او وې وئيل، تاسو په دغو ټولو کلونو کې له علمي پلوه او د معرفت او د خلکو د هدایتونې له پلوه ، خپل مبارک عمر او وجود سره خدمت کړی دی .
په دِې کتنې کې آیت الله ناصر مکارم شیرازي هم د اسلامی انقلاب د معظم لارښود محبت او مینې قدرونه اوستاینه وکړه.