ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړد اوترپردیش صوبې د لکهنؤ ښار په اکبر نګر سیمې کې هندی چارواکو ددغې صوبې یو ترټولو لوي جومات په دې تورونو چې د جوړیدا مجوز نه لري، ړنګ کړ.
د هندوستان دترټولو سترې صوبې اوترپردیش چارواکو وئيلي دي چې په دغې سیمې کې د نوی کولو او رغولو د پروژې د برخې په توګه د دیني ودانیو پشمول څه د پاسه ۱۳۲۰غیر قانوني ودانۍ ړنګې کړئ شوي دی.
د لکهنؤ د پراختیا ادارې چارواکو د چارشنبې په ورځې ويئلي دي، د هغه څه ړنګیدا چې د کوکریل سین په ساحل کې ئې ؛غیرقانوني ؛ جوړونې بللي، بشپړ شوې ده. دوي دغه راز زیاته کړې ده چې کابو د هستوګنې غیر قانوني ۱۱۶۹ کورونه او څه د د پاسه ۱۰۰ تجارتي ځایونه د بولډزرو پشمول له درندو تجهیزاتو او ماشینونو څخه په استفادې سره ړنګ کړئ شوي دي.
د هندی خپلواکه ویب سایټونو له راپور سره سم ، د لکهنؤ د ښآری پراختیا د ادارې چارواکي د تیرې سه شنبې په ورځې د اوترپردیش صوبې په مرکز کې د مسلمانانو په اکثریتي سیمې اکبر نګر کې د ودانیو د ړنګولو لپاره له سخو مقاومتونو سره مخ شوي دي.
دغه ویب سایټونو پخپلو راپورونو کې ويئلي دي کله د ښار چارواکو د حنظله یونس جومات د په لور د ړنګولو لپاره حرکت وکړ، نو وضعیّت ډير بحراني شو،ځکه چې دا چاره په هغه ځاي کې د حاضرو اسیدونکو د سخت اوجدي اعتراض سبب شوه او شخړې د پولیسو او د ځاي اوسیدونکو ترمینځ د نښتو سبب شوه.
د جوماتونو او نورو اسلامی مقاماتو ړنګول؛
د لکهنو ښار سرچینو وئيلي دي،چې د ړنګولو په لیسټ کې د حنظله یونس ، مدینه او محمدیه درې جوماتونه او همداراز د اهل تسنن د فاظمةالزهرا،کاظم العلوم او نورالاسلام درې مذهبی مدرسې شاملې دی.
دغو سرچینو وئيلي دي ،ددغو اسلامی ځایونو ړنګیدا په داسې حال کې چې دهند اوسنی حکومت د مسلمانانو په ضد د توپیري کارونو او ددوی د مذهبی ځایونو په ړنګولو تورن دی، ددغه هیواد د مسلمانانو او هندي چارواکو ترمینځ د سختو اختلافاتو لپاره په یوه مرکز بدل شوی دی .
د اوترپردیش صوبې په څه دپاسه ۲۴هیکټره مځکې کې کې د غیر قانونی جوړونې په پلمه د مختلفو ځایونو ورانول په تیر کال دسمبر میاشت کې ددغې صوبې د اعلی وزیر او ده ندوانو د پنډت یوګي آدیتینات په رهبرۍ پیل شوي چې پخپله د اسلامی ضد څرګندونو په دلیل مشهور دی.