ایکنانیوز د عراق د واع رسمي خبری آژانس له قوله راپور راکوي، د علوي آستان چارواکو وئيلي دي،د نجف اشرف په امام علی سپيڅلي حرم کې د غدیر خم د اونۍ د درنښت لپاره لازم چمتووالي او ټول مقدمات ترسره شوي دي او ټاکل شوې ده، ددغه مناسبت ځانګړی بیرغ د هیواد په ۱۵ولایتونو کې او د دغه راز په دولسو اروپائي هیوادونو کې ورپول شي.
د علوي په مقدس آستان کې د غدیر د اونۍ د دیارلسم پړاؤ د فعالیتونو د عالی کمیټې مشر احمد القریشي د عراق له حکومتي خبری آژانس سره په خبرو کې وئيلي دي،د مناسبتونو د لمنځلو او د پيښو د منظمونې عالی کمیټې، ددغې مناسبت لپاره لازم مقدمات پاي ته رسولي دي.
القریشي په دې باب ووئيل، ددغې عقیدې په اساس چې د غدیرخم ورځ د دین د اکمال او د نعمت د بشپړتیا ورځ ده،ددغه مناسبت فعالیتونه اوبرخې دهغه فعالیت په ټولګې مشتمل دي چې د دوی له لارې د ځاي ،ملی اوسیمه ایزو درو کاری حوزو په اساس مختلفې اجتماعي ډلو او وګړو د ګډون لپاره ئې هڅه کړې ده.
القریشی په دوام کې په دې په ټينګار سره چې آستان اهتمام درلودلی څو په مختلفو برخو کې غدیر،د عادي او اجتاعي کلتور په توګه نندارې ته وړاندې کړي ،ووئيل، زیارتوال او تعقیبونکي دې د یوه داسې استثنائي جشن په تمه ووسي چې د هغه له لارې به هڅه وکړو دغه مفهوم ټولو ته ورسوو چې د غدیر جشن به دعراق په داخل اوبهر کې په نوو لرلیدونو سره ترسره شي.
د علوي مقدس آستان د اطلاع رسونې مسئول حید ررحیم هم پخپل وار توضیح ورکړه چې دغدیر د اوڼۍ د درنښت لپاره ددغه مقدس آستان پروګرامونو کې ځیني فعالیتونه او دستورې او همداراز د عراق د په داخل کې په ۴۰ځایونو کې ئې د بیرغ رپوَل شاملیږي چې پر نجف اشرف سربیره په درست هیواد کې شل ځایونه او ۱۲ اروپائي هیوادونه پکې شامل دي .
دعراق پارلیمان د غبرګولې دمیاشتې په لومړیو کې په دغه هیواد کې د رسمي چټیو قانون تصویب کړی چې د هغه په اساس به د غدیراختر ورځ هم رسمي چټي وي.