ایکنانیوز راپور راکوي، د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن نن د ایران دقضیایه قوې له مشر او مسئولانو سره په کتنې کې د عدالت په اساس د خلکو د اختلافاتو او مسئلو حل کول او د قانون له سرو کرښود تیریدا مخنیوی ، د قضایه قوې اصلی مسئولیّتونه وبلل او او وې فرمائيل؛د قضائی قوې ترټولو مهمه دنده د عدالت شجاعانه او له ملاحظې پرته اجرا ده .
حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي ددغې کتنې په پيل کې د شهید بهشتي پشمول د قضایه قوې د شهیدانو او همداراز د شهید ریئسي د یاد په درنښت سره چې په قضایه قوې کې ئې غوره مخینه د رلودلې ده ، د مشر قاضی ، مسئولانو ، نوروقاضیانو او ددغې ادارې د کارکونکو د زړه له کومې مننه وکړه.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې خبرې په ټينګار سره چې په قرآن او نورو ا سلامی سرچینو کې دعدالت په څیر په بلې یوې موضوع ډیر کمه تکیه شوې ده،شجاعت ئې دعدالت د اجرا لازمه وبلله او وې وئيل، د حضرت امام سجاد علیه السلام په فرمان سره ، قضایه قوه باید داسې عمل وکړي چې دښمنان ځانونه له ظلم او کړاؤه خوندي وګڼي او نزدې دوستان د ناعادلانه او بې انصافه پلوئ نهیلي شي، چې که داسې وشي ، نو د خلکو د نفسیاتي ، روحي او امنیت ډيره مهمه مسئله به تامین شي.
دوي د قضایه قوې دچورلیزي پروګرام لازموالي او په دغې قوې کې د بدلون ښو سندونو ته په اشارې سره ووئیل، باید دغه سندونه داسې اجرا شي چې په قضائي مهمو کریډيټونو او ګرافونو باندې محسوسېدونکي اغیزې وشیندي.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د قضایی دوسیو زیاتوالی ، د فیصلو د احتمالی کمښت او پر قاضیانو باندې ددباؤ د زیاتیدا سبب وبللې او وې و ئيل ، د قضائی دوسیو د زیاتوالي مهم مشکل د حل لپاره باید اساسی فکر وشي.
د قضائي علومو د پوهنتون له ظرفیّت څخه د ټولو قاضیانو د قضاؤت د پوهې لوړتیا او د جهادي ځواک پياوړتیا، د قضایه قوې مسئولانو ته د رهبرۍ دستر مقام دوې نوره سپارښتنې وې.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په پاي کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدانو ته په خطاب کې مهمې سپارښتنې هم وکړې او وې فرمائيل؛د ټيلیویژن انتخاباتي پروګرامونه ښه او له مختلفو لیدتوګو سره دخلکو د بلدتیا سبب کیږي، او په ټيلیویژن او یا نورو څرګندونو کې د کاندیدانو بحثونه سبب نشي چې یو کاندید پر سیال دغلبې لپاره دښمن خوښې او ددښمن خوشالونکي خبرې وکړي. دوي دغه راز وفرمائیل؛ فرض پر دې د ی چې ټول کاندیدان ایران او اسلامی جمهوری نظام سره مینه لری لکه څنګه چې غواړي، په دغه نظام کې او د خلکو د خدمت لباره و لسمشر شي ، پر دې اساس باید داسې خبرې ونه کړي چې دښمن ورڅخه خوشاله شي.
ددغې کتنې په پیل کې د قضایه قوې مشر حجةالاسلام محسنی اژه ای هم د قضایه قوې او حکومت د ګډو کاري ډلو جوړیدا په تیر یوه کال کې یوه ترټولو مهمه او خوښه پیښه وبلله او وې وئيل، د ولس دمشکلاتو او ستونزو دحل لپاره او د قانون له سرو کرښود تیریدا دمخنیوي لپاره خپلو هڅو ته هماغه راز دوام ورکوي او په درست هیواد کې د قضائي مسئولانو او خلکو څه دپاسه څلور زره ځلې لیده کاته او ارزونې او د د ایران دخارجه وزارت او د بشری حقوقو د کمیشن په ملګرتیا سره د قضائي ډيپلوماسۍ جدي تعقیبونې ددغې ادارې ترټولو مهم اقدامات وبلل.