IQNA

د عراق حاجیانو ته د ۶۰ زره قرآنی نسخو ډالۍ

15:13 - June 23, 2024
د خبر لمبر: 3489420
ایکنا – د سعودي عربستان د اسلامی چارو ،دعوت او ارشاد  وزارت ، دعراق  حاجیانو ته د قرآن کریم د ۶۰ زره نسخو د ډالۍ کولو خبر ورکړی دی.

ایکنانیوز د سبق له قوله راپور راکړ،د سعودي عربستان د ارشاد،دعوت او د اسلامی چارو وزارت د حج د مناسکو په پاي کې د عراق حاجیانو ته د قرآن کریم د کابو ۶۰نسخو د ډالۍ کولو خبر ورکړی دی.

د قرآن کریم دغه نسخې چې د  قرآن کریم د چاپ او انتشار د ملک فهد ځانګړی کمپلیکس انتشارات دي،هغو عراقی حاجیانو ته ډالۍ کیږي چې د عربستان په شمال کې د واقع عرعر سرحدي سترې لارې څخه له دغه هیواده خپل هیواد ته ځي.

عراقي حاجیانو د بیت الله الحرام  دحاجیانو او د قرآن کریم په خدمت کې ترسره شوو هڅو ته په اشارې سره د سعودي عربستان د اسلامی چارو ،دعوت او ارشاد دوزارت  ددغه اقدام قدرونه اوستاینه  وکړه.

د سعودي عربستان  د اسلامی چارو وزارت  له دې مخکې اعلان کړی ؤ چې  له عربستانه د بیرته  خپلو ټآټوبو ته ستنیدونکو حاجیانو د خمت لپاره  په تیره بیا دهغو حاجیانو لپاره چې مدینې ته ورځي،  او ددغه ښار د هوائي ډګرونو له لارې  له عربستانه روانیږي،  خپل چمتووالي ته دوام ورکوي. 

https://iqna.ir/fa/news/4222627

 

captcha