ایکنانیوز د الوطن له قوله راپور راکړ، د مصر د قرآن کریم ریډیو مشر رضا عبدالسلام د مصر د قاریانو د ټولنې پخواني مشر او د ؛تلاؤت دحکومت په کاروان ؛ مشهور د مصر د لوي قاری ابوالعینین شعیشع د رحلت د دیارلسمې کلیزې د دستورو په مناسبت ددغې رسانۍ د پروګرام خبر ورکړ.
عبدالسلام له الوطن سره په خصوصي خبرو کې تائيد کړه ، چې د قرآن کریم ریډیو دمصر په قاریانو کې د شیخ ابوالعینین الشعیشع لوړ مقام ته په پام سره دغه ریډیو به په مصر او اسلامی نړۍ کې د قرآن کریم دیوه ترټولو غوره قاری په توګه د هغه د ارتحال د دیارلسمې کلیزې ددرنښت لپاره خپله ټوله هڅه وکاروي او په دې اړه به مختلف پروګرامونه خپره کړي.
د مصر د قاریانو د اتحادئې پخوانی مشرخداي بخښلی شیخ ابوالعینین شعیشع د ۱۹۲۲کال د اګست په ۱۲ نیټه د مصر د کفر الشیخ ولایت په شاوخوا کې په بیلا ښار کې نړۍ ته سترګې رڼې کړي او د ۲۰۱۱ کال دجون په ۲۳نیټه په پڼجشنبې ورځې په ۸۸کلنۍ کې دقرآن کریم له عمری خدمت وروسته ئې له نړۍ سترګې پټې کړې .
یاد او خاطره ئې تل ژندئ
https://iqna.ir/fa/news/4222855