ایکنانیوز د ع ربی ۲۱ له قوله راپور راکړ، د مسلمانو عالمانو دنړیوالې ټولنې مشر شیخ علی محیی الدین قره داغي د غزط تړانګې دخلکو ژغورل چې د وحشي صهیونیستي رژيم د وحشي ډوله حملو سره لاس اوګریوان دي ، د مسلمانانو لپاره یوه دنده وبلله او وئې وئيل، لازمه ده دوی د غزې او فلسطین د خلکو له هغه درد اوکړاؤه د ژغورنې لپاره چې ورسره لاس اوګریوان شوي دی ، مرسته وکړي.
القره داغي په یوې ویډیوئي اعلامیې کې چې د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې له مرکزه خپره شوه ووئيل؛ مونږ په غزې کې د یوې غمیزې او نسل وژنې هم شاهدان یوو چې د هغه ترټولو بد نازي حکومت په وسیله چې دنړیوالو د سترګو په وړاندې د انسانانو دوینې بهولو څخه نه مړیږی، ترسره کیږي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې ټول هغه کسان چې په وسلو ،پیسو او سیاسی ملاتړ سره د صهیونیسټي رژيم ملاتړ کوي، په دغو جنایتونو کې ګډون کوي، ټينګار وکړ، شرعي حکم دا دی چې مسلمانان او وجدان لرونکي کسان باید ددغې انساني غمیزې په وړاندې چې د مونږ دسترګو په وړاندې تیريږي، لاس په لاس کښې نه ني.
د مسلمانانو د عالمانو د نړیوالې ټولنې مشر ووظیل، مونږ له یوې انساني غمیزط سره مخامخ یوو که په غې تړانګې کې ماشومان، میرمنې او بوډاګان له نسل وژنې بچ پاتې شي ، نو حتما له لوږې ، ناوړه خوړو او د درملنې د نه شتون له امله هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې دغه ټول جنایتونه اوظلمونه د نړیوالې ټولنې دشرمونکي چپتیا په سیوري کې کیږي، ووئيل، له دغه واقعي کړاؤ او درده د غزې د مظلومو خلکو د ژغورلو لپاره نړیوالو مرستو ته ډيره زیاته اړتیا لرو.