ایکنانیوز د مسلِمنا له قوله (د اسلامی نړس د مسئلو تخصصي علمي چینل ) راپور راکوي، دجرمنی د تابعیّت نوی قانون له پنجشنبې یعنی د چنګاښ یا سرطان د میاشتې له اومې نیټې اجرائي شو.
د جرمنی تابعیّت ددغه نوی قانون اصلاحات د ؛ تاریخ د مرزی نقطې ؛ د مادې په نامې سیره په طلائي مادې عملیاتي شو.
دغه ماده د دوهم نړیوال جنګ په رامینځةکیدا او د شپږ میلیون یهودیانو په وژلو کې د نازي جرمنی د مسئولیّت یادونه کوي.
په نوي قانون کې ترټولو رابرسیره ټکي ، دهغو اساسی ظرونو شتون دی چې د اسرائیلو دوجود د حق او د یهودیانو د ژوند ساتلو ته ژمنتیا پکې شامله ده.
د ؛تاریخ د مرکزی ټکي ؛ په نامې سره په مادې کې ، په ډاګه وئیل شوي دي؛ د جرمني د تابعیّت هر غوښتونکی چې دجرمنی او اسرائيلو ګډو ارزښتونو خیال ونه ساتي ، هیڅکله هم دجرمني پاسپورټ نشي ترلاسه کولی. په دغه مادې کې دغه ټکی هم د لیدو وړ دي.
1 دنوي قانون داجرا په پیلیدا سره ، په لکونو عرب او سوریاوال پناه غواړی ، په نوو شرائطو سره دنوي جرمني تابعیّت د اخستو په انتظار کې دي چې د پناه غواړو لپاره به توپیري شرائط رامینځةکړي.
2 د جرمني ،آسټریا او اسرائيلي رژيم پيوند ډير ژور دی . دمثال په توګه په بیت المقدس کې د یهودیانو ډيرې مسافرخانې او هوټلونه او په نیواکي قدس کې وقف شوي ځایونه له جرمنیانو او آسټریاوالو سره اړونده دي، که له جرمني او آسټریا څخه ډير یهودی ښاریز په کال کې د ختیځي قدس د زیارتوالو دخدمت لپاره نذر وکړی،نو په بیت المقدس کې د مسافر خانو کې د وړیا خدمت لپاره نیوکی قدس ته لیږدول کیږي.
3 د جرمني، آسټریا او اسرائیلو ګډ بیرغ د تاریخی بیت المقدس په ځاي ځاي کې او د بیت المقدس په هوټلونو او مسافرخانو کې ترسترګو کیږي.