IQNA

د عربستان د قرآن سیالیو ته لیږونکو دوو ایرانیو حافظانو نامې اعلان شوې

16:40 - June 29, 2024
د خبر لمبر: 3489455
ایکنا -  دعربستان د قرآن کریم نړیوالو سیالیو څلورڅلویښتم پړاؤ ته  د ټول قرآڼ  د حفظ او د ۱۵ سپارو د حفظ په څانګو کې  د ایران دوه نمایندګان برخه اخلی.

ایکنانیوز  راپور راکوي، د اوقافو او خیریه چارو د قرآني څانګې مرکز، د عربستان د قرآن کریم نړیوالو سیالیو ته د ایران  نمایندګان معرفي کړل او د هغو په اساس د ټول قرآن او د پنځلسو سپارو  دحفظ په څانګو کې د قرآن کریم دوه حافظان  لیږل کیږی.

په همدې اساس د ټول قرآن د حفظ په څانګې کې  محمد حسین بهزادفر او د پنځلسو سپارو دحفظ په څانګې کې  هم محمد مهدي رضائي  لیږل کیږي.

 عربستان په داسې حال کې  ددغه هیواد په سیالیو کې د ګډون لپاره د ایران دوو نمایندګانو ته بلن لیک ورکړی دی چې تر کلونو پورې  موده د عربستان په نړیوالو سیالیو کې دایرانیو حافظانو د ترټولو روستي شتون تیر شوي دي. ددواړو هیوادونو داړیکو له ښه کیدا وروسته او هم د  دعربستان او ایران کې د قرآن کریم د سیالیو د ډګر متولي  ادارو له خوا له شوو مشورو پسې په پیل کې په وروستیو کلونو کې  د ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په څلویښتم پړاؤ کې دعربستان د نماینده شاهدان وو.

د عربستان د قرآن نړیوالو سیالیو څلور څلویښتم پړاؤ  سږکال د مهر میاشتې په دوهمې نیمائي کې او د مسجد الحرام په شاوخوا کې ترسه کیږي.

په مختلفو نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاهر د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآني نمایندګانو  د ټآکلو بهیر  د کوربه هیواد د شرائطو او قواعدو په اساس او همداراز د هغو رتبو په اساس چې  په عمومی سیالیو کې ترلاسه کیږي، دی. دغه بهیر د خیریه چارو او د اوقافو د  ادارې د قرآنی چارو د مرکز او د قاریانو د دعوتونکي  او لیږونکي کمیټې  له خوا ترسره کیږي.

 په دنیا کې د قرآن کریم په ډګر کې  هغه درې نړیوالې پيښئې، د ترټولو پخوانیو پيښو برخه شمیرل کیږی، چې په ۶۳ پړاؤ سره د ملایشیا  د قرآن نړیوالې سیالۍي، په ۴۳ پړاؤ سره د عربستان  او په ۴۰ پړاؤ سره  د قرآن نړیوالې سیالۍ پکې شاملیږی.

https://iqna.ir/fa/news/4223506

 

captcha