IQNA

په بنګله دیش کې درې لکه پنځوس زره جوماتونو کې دیني فعالیتونه ترسره کیږي

6:28 - June 30, 2024
د خبر لمبر: 3489456
ایکنا – د بنګله دیش ددینی چارو وزیر اعلان وکړ چې ددغه هیواد  په ۶۴ برخو کې کابو درې لکه پنځوس زره جوماتونه دي او په دغه جوماتونو کې  د  کابو یو اعشاریه اوه میلیون د جماعت امامان او مؤذنان فعالیتونه کوي.

 ایکنانیوز  د ملتونو د کلتور او دټولنې د تحلیلی ویب پاڼې له قوله راپور راکوي،   بنګله دیش ددینی چارو وزیر په یولړڅرګندونو کې ووئيل، چې له دغو جوماتونو څخه په درو جوماتونو کې یعنی د اندرکله شاهي  جامع جومات، بیت  المکرم ملی جومات او فلاح جامع جومات  درو جوماتونو کې  درې خطیبان ، د جماعت شپږ امامان او شپږ مؤذنان  د حکومت له خوا منصوب شوي او ورته تنخواګانې ورکول کیږي.

 د بنګله دیش ددینی چارو دغه وزیر همدرااز ووئيل، د ۵۶۴ نمونه جومات او د اسلامی کلتوری مرکز د جوړولو په پلان کې په هرې ضلعې او تحصیل کې  یو د جماعت امام ، یو مؤذن او یو  افتخاری خادم  په پړاویز ډول منصوبیږي . په عین حال کې  د ۵۶۴ نمونه جوماتونو  لپاره د کوم پوسټ رامینځةکول  هم وړاندیز شوي دي. د پوسټ  یا څوکۍ  له رامینځةکولو وروسته  د (جماعت د امام او مؤذن) حقوق هم د عایداتو له برخې ورکول کیږي.

 هغه روښانه کړې ده ، دمګړئ  په درست هیواد کې  د جوماتونو او عموي زده کړې  د ماشومانو د ښونې په پروژو وکې نهه څلویښت زره اوه سوه نولس  دجماعت  امامان او مؤذنان  په کار بوخت دی  او په میاشتې کې د مرستې په توګه  پنځه زره ټکې ترلاسه کوي.

د بنګله دیش ددینی چارو وزیر  وئيلي دی ،له خیریّنو څخه د  ترلاسه شوي عاید د زیاتیدا په بنه کې د هیواد ټول امامان او مؤذنانو ته به حقوق ورکړل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4223717

captcha