ایکنانیوز د ملتونو د کلتور او دټولنې د تحلیلی ویب پاڼې له قوله راپور راکوي، بنګله دیش ددینی چارو وزیر په یولړڅرګندونو کې ووئيل، چې له دغو جوماتونو څخه په درو جوماتونو کې یعنی د اندرکله شاهي جامع جومات، بیت المکرم ملی جومات او فلاح جامع جومات درو جوماتونو کې درې خطیبان ، د جماعت شپږ امامان او شپږ مؤذنان د حکومت له خوا منصوب شوي او ورته تنخواګانې ورکول کیږي.
د بنګله دیش ددینی چارو دغه وزیر همدرااز ووئيل، د ۵۶۴ نمونه جومات او د اسلامی کلتوری مرکز د جوړولو په پلان کې په هرې ضلعې او تحصیل کې یو د جماعت امام ، یو مؤذن او یو افتخاری خادم په پړاویز ډول منصوبیږي . په عین حال کې د ۵۶۴ نمونه جوماتونو لپاره د کوم پوسټ رامینځةکول هم وړاندیز شوي دي. د پوسټ یا څوکۍ له رامینځةکولو وروسته د (جماعت د امام او مؤذن) حقوق هم د عایداتو له برخې ورکول کیږي.
هغه روښانه کړې ده ، دمګړئ په درست هیواد کې د جوماتونو او عموي زده کړې د ماشومانو د ښونې په پروژو وکې نهه څلویښت زره اوه سوه نولس دجماعت امامان او مؤذنان په کار بوخت دی او په میاشتې کې د مرستې په توګه پنځه زره ټکې ترلاسه کوي.
د بنګله دیش ددینی چارو وزیر وئيلي دی ،له خیریّنو څخه د ترلاسه شوي عاید د زیاتیدا په بنه کې د هیواد ټول امامان او مؤذنانو ته به حقوق ورکړل شي.