ایکنانیوز د العین له قوله راپور راکوي، د مانچسټر یونائيټډ ټيم د زلمی لوبغاړی امیر ابراهیموف د تلاؤت ویډیو په سوشل میډیا کې د کارؤنکو له پراخ غبرګون سره مخ شوې ده .د مانچسټر یونائیټډ ټیم دغه داغستاني توکمه زلمي لوبغاړی په دوبئ کې د خپل اوړي چټیانې تیروي.
امیر ابراهیموف د تیرې جمعې پّ ورځې خپل یوشمیر عکسونه په داسې حال کې چې په دوبئ کې د خلیفه ټاؤر په مقابل کې موجود ؤ خپره کړی دي.
دغه شپآړس کلن زلمي همداراز په یوه هغه کلیپ کې چې د خپل انیسټاګرام په سټوری کې ئې خپور کړی ؤ،چې د قرآن کریم تلاؤت کوي،هغه په دغه ویډیوئي تلاؤت کې د فرقان سورې دغه آيتونه تلاؤت کوي چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کیږي.
«إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ﴿۷۰﴾
څوک چې توبه وکړي او ایمان راوړي اوښه کار وکړي،نو خداوند د هغه بدیانې په نیکیو بدلوي اوخدای تل بخښونکی مهربان دی. (۷۰)
وَمَنْ تَابَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَإِنَّهُ يَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مَتَابًا ﴿۷۱﴾
او هرڅوک توبه وکړي او ښه کار وکړي ، په حقیقت کې د خدای وآخوا ته ستنیږي.(۷۱)
وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا ﴿۷۲﴾
او هغه کسان دی چې د دروغو ګواهي نه ورکوي او د لهو او لعب په وخت له سترتوب سره ترې تیریږي(۷۲)
وَالَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ لَمْ يَخِرُّوا عَلَيْهَا صُمًّا وَعُمْيَانًا ﴿۷۳﴾
او هغه کسان دي چې د پروردګار آیتونه ورته وریاد شي نو ځانونه ورباندې کاڼۀ او ړندۀ نه کوي.(۷۳)
د ټولنیزو چینلونو کارؤنکو پر سم تلاؤت او تجوید احکامو باندې د هغه مسلط کیدا او په زړه پورې غږ ډير ستایلی دی.
دا لومړنی ځل نه دی چې امیر ابراهیموف د قرآن کریم د تلاؤت ویډیو خپروي،بلکې هغه له دې مخکې هم په ټولنیزو چینلونو کې د خپل شخصی ویب پاڼې له لارې دغه شان ویډیوګانې خپرې کړي دي.
ابراهیموف د انګلستان په یوې مسلمانې کورنۍ کې زیږدلی دی چې اصالتا د روسیې د داغستان جمهوریت اوسیدونی دي او کلونو کلونو مخکې ئې انګلستان ته مهاجرت کړی دی.
ابراهیموف دمګړئ د انګلستان له پنځلس کلونو کم عمره ملی ټیم لپاره هم لوبه کوي.