IQNA

16:53 - July 01, 2024
د خبر لمبر: 3489465

یونیسکو؛ مراکش په نړۍ کې دقرآن ترټولو زیات حافظان لري

ایکنا – د  ملګروملتو علمی او کلتوري چارو ادارې (یونیسکو) وئیلي دي چې مراکش په اسلامی هیوادونو کې  دقرآن  ترټولو زیات شمیر حافظان لري.

یونیسکو؛ مراکش په نړۍ کې دقرآن ترټولو زیات حافظان لري

ایکنانیوز  دانجازي  له قوله راپور راکړ،  د ملګروملتو یونیسکو ادارې په یوې اعلامیې کې وئیلی دي،  چې  دمراکش پاچائي  د قرآن کریم د حافظانو د شمیر له پلوه،د قرآن کریم د میرمنو او ښځو حافظانو په شمول څه دپاسه  یو نیم میلیون   حافظانو په لرلو سره  په نړۍ کې لومړی مقام لري.

د یونیسکو د احسایو په اساس، په مراکش کې د قران د حافظانو رسمي شمیر  یو میلیون   شپږلکه  اوه ویشت زره دی چې دغه هیواد  د لبیا په څير  له نورو هیوادونو  چې یومیلیون حافظان لري ،بیلوي.

دغه راپور ددې ښودنه کوي چې  په مراکش کې د قرآڼ  د حافظانو کابو ۶۸فیصدي برخه  په کلیوالو اوصحرائي سیمو کې  ده او په هغو کې لازیات  له هغو سیمو سره اړونده دي چې  د هغوي مادري ژبه آمزیغي دي.

یونیسکو ادارې همداراز  په اعلامیې کې وئيلي دي ،  چې په مراکش کې  دقرآن د حفظ مرکزونو شمیر څه دپاسه دیرش زره مرکزونه ښودل کیږي چې د د قرآن د حفظ او زده کړې لپاره  د پراخ بینائي بنسټونو ښودنه کوي. دغه مرکزونه  ۲۱فیصده په سوس سیمې کې  او ۲۰ فیصده هم  په مراکش- آسفي سیمې کې  دي .

 هرکال   د ارروودنټ ښار  په ۵۰ کلومیټرۍ کې وقاع  په تامسولت کلي سیمې کې  له کلتوری او مذهبی پروګرامونو سره یو خاي  د حافظانو د ستاینې لپاره   لوي جشنونه جوړیږي  چې  ددغه هیواد په کلتور کې  د قرآن د لوړ ځائيګي ښودنه کوي.  

 

یونسکو همچنین خاطرنشان کرد که تعداد مراکز حفظ قرآن در مراکش بیش از ۳۰ هزار مرکز است که نشان‌دهنده زیرساخت‌های گسترده برای آموزش و حفظ قرآن است. از این مراکز، ۲۱ درصد در منطقه سوس و ۲۰ درصد در منطقه مراکش ـ آسفی قرار دارند.

 

 https://iqna.ir/fa/news/4224062

 

captcha