ایکنانیوز د Islamiqله قوله راپور راکړ،په جرمني پّ تیره بیا د بایرن او باډو ورتمبرګ جنوبی ایالتونو کې وروستي سیلاب ډيرې ویجاړونکي اغیزې شیندلي دي.
پر حکومتي او ډيرو ریزرؤ ځواکونو سربیره، مسلمانوټولنو هم له سیل ځپلو څخه دملاتړ لپاره مهمې مرستې وړاندې کړي او دوام ورکوي.
میللي ګورش(Milli Görüş) جماعت اسلامی په یوې اعلامیې کې له قربانیانو او کړیدلو سره خپله خواخوږي او پيوستون ښودلی او وئيلي ئې دي، دجرمني دجنوب ډيرو زیاتو ورښتونو اوسیلابونو کې ډيرو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.مونږ دهغو او د هغو د کورنیو او دوستانو لپاره غم رازی ښکاره کوو اوورته د صبر دعا کوو؛ خداوندمتعال دې هغوي ټولو اوددغې غمیزې له تاوان موندونکو سره مرسته وکړي.مونږ هغو تاوان موندونکو ته چې پناه ځای ته اړتیا لري، پخپلو جوماتونو کې مرستې وړاندې کوو.
همداراز د اسلامی هانسه انټرنیشنل خیریه موسیسې مشر بکیر التاش په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي،د جرمني د جنوب په سیل ځپلو سیمو کې وضعیّت بحراني دی، مو نږ سره دخپلو جوماتونو، د پيښې په خآی کې فوری او مستقیمې مرستې وړاندې کوو.د مونږ دموسیسې ټیمونه د تاوان موندونکو په ګرمو خوړو او دڅښاک له پاکو اوبو سره خدمت ک وی او همداراز بیړنۍ مشورې وړاندې کوي.
د جرمني په جنوب کې له سیلابونو ورسوته، دهغو نتیجې لازیاتې رابرسیره کیږي. زیاتره خلکو خپل کورونه له لاسه ورکړی دي او ځيني نور هم د خپلو کورونو اساسی تعمیراتو ته اړتیا لري څو خپلو کورونو ته بیرته ستانه شي.
په بایرن او بادن وورتمبرګ کې سیلاب، په جرمني کې سږکال دریم ډیر ویجاړونکی سیلاب دی. له دې مخکې ،د جرمني شمال او څو اونۍ مخکې په زارلنډ ایالت کې هم ستر سیلاب راغلی ؤ.
https://iqna.ir/fa/news/4224193