IQNA

د خپل مور په قدر پوهه شئ/ د مور عظمت ته دیني کتنه(کتنه)

5:41 - July 04, 2024
د خبر لمبر: 3489479
ایکنا - مور په ټولو مذاهبو کې لوړ او قدرمن مقام لري او ټوله ورته په درناوی سره ګوري، او له هغې څخه په عظمت سره، یادونه کوي. په اسلام کې بیا په دې باندې زیات ټینګار شوی دی.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور ارکوي، مخکنيو پیغمبرانو د مور په درناوی باندې د ټینګار په ترڅ کې، له ټولو مخکې به خپله د مور درناوی کاوه او ورته یې د رحمت او مغفرت غوښتنه کوله.

«ابراهیم خلیل» علیه السلام د خپل مور او پلار لپاره دعا کوله او له خدایه غوښتنه چي هغوی له مغفرت ور په برخه کړي:«ربّنا اغفرلی و لوالدیَّ و للمؤمنین یومَ یَقومُ الحساب»؛ ژباړه: « خدایه! ما او زما پلار او زما مور او ټوله مومنان، د حساب په ورځ کې وبخښه.

حضرت موسي او له جنتیانو سره یې ناسته

د حضرت موسي علیه السلام په مذهب کې هم مور ډېر اوچت مقام لري. حضرت موسي له متعال خدای سره د مناجات پر مهال، له خدایه غوښتنه کوله چي په جنت کې د هغه ملګری ورته معرفي کړي. خطاب ورباندې وشو، اې موسی فلانکی سیمې کې هغه دوکان ته ولاړ شه، هغه دوکاندار په جنت کې ستا ملګری دی.

حضرت موسي علیه السلام د دغه ځوان په هکله له څېړنو وروسته، پوه شو چي د هغه مور له پښو لوېدلې او زوی یې ټوله خدمت کوي، مور یې هم ورته دعا کوي چي خدایه په جنت کې  هغه له موسي سره، یو ځای کړې.

مور ته د حضرت عیسی نظر

د حضرت عیسی علیه السلام په دین کې هم د مور مقام دومره زیات دی، چي هغه حضرت د ژوندانه له پیله د خدای شکر کوی او بیا وایي چي زه له خدایه شکر کوم چي زه یې د مور په وړاندې نېک عمله ګرځولی یم. ځکه چي هغه پوهېده له مور سره، نیکي له ټولو ارزښناکه عمل دی. «و برّا بوالدتی و لم یجعَلنی جبّارا شقِیّا»؛ «ما د مور په وړاندې نېک عمله وګرځوه او جبار او شقاوت کوونکی مه ګرځوه

د مور تر پښو لاندې جنت

که څه هم ټوله الهي دینونه د مور د مقام درناوی کوي لیکن اسلام له نورو دینونو څخه زیات دې مسالې ته توجه کړې ده او مور ته یې عظمت ورکړی دی.

متعال خدای په قرآن شریف کې، په عظمت او لویي سره له مور څخه یادونه کړې او په یو ډول یې د هغې د مقام ستاینه کړې ده. متعال خدای د لقمان او احقاف په مبارکو سورتونو کې له مور پلار سره په ښه چلند له سپارښتنې وروسته، د مور د کړاونو او زیارونو بیان کوي.

د اسلام د ګران پېغمبر په احادیثو او سیرت کې هم د مور د مقام په درناوی ټینګار شوی دی. پیغمبر اکرم ص د مور د مقام په هکله فرمایي: الجنّةُ تحتَ اقدامِ الامّهات؛ جنت د مېندو تر پښو لاندې دي.

دا حدیث د دې حکایت کوي چي د مور له رضا پرته جنت او د جنت نعمتونو ته لاره نشته.

د مور په هکله د اهل تشیع د څلورم امام حضرت زین العابدین علیه السلام بیان

د پیغمبر ص لمسی حضرت زین العابدین علی بن الحسین د مور د مقام په هکله داسي فرمایي: په تا باندې د مور حق دا دی چي پوه شې هغې ته ګرځولی یې، په داسي ډول چي هیڅوک بل کس نه ګرځوي، د خپل زړه له میوې نه یې تاته درکړ، چي هیڅوک یې چاته نه ورکوي، ته په ټول وجود سره، په غېږ کې ونیوه او د لوږې په فکر کې نه وه حال دا چي په تا یې جامې اغوستلې او له لمر یې سیورې ته کولې او ستا په خاطر یې خوب پرېښې وه او ته یې له ساړه څخه بچولې او ته د دومره زیاتو خدماتو په وړاندې، څنګه شکرګذاره کېدایشې، مګر د متعال خدای په مرسته او مدد سره.

د حضرت امام سجاد علیه السلام دغه بیان چي په حقوقي ژبې سره شوې، د مور ستر مقام ښودنه کوي.

دا طبیعي خبره ده چي له اولاد سره، دومره زیاته مینه او ګروهنه او د هغه د پاللو او روزلو لپاره د زیارونو او زحمتونو زغم، په اولاد لوی حق ورپه غاړه کوي چي باید د پوره کولو لپاره یې هڅه وکړي. په دې خاطر دی چي متعال خدای په قرآن شریف کې فرمایي:  «فلا تقُل لهما اُفَّ» د مور او پلار په وړاندې حتی اوف هم مه کوه. داسي نه وي چي د مور زړه دې ورمات کړې او ځان پرې عاق کړې، چي په دې صورت کې د متعال خدای د غضب سره مخ کېږې، د مور غضب د خدای تعالی غضب په ځان پسې راوړي.

د اسلام د ګران پیغمبر او د هغه د اهلبیتو او د ۱۲ ځایناستو یعني امامانو په سیرت کې له مور سره غوره چلند او د هغوی درناوی، د مور د لوړ مقام ښودنه کوي. په مذهبی لید کې د مور مقام سخت اوچت دی چي په قرآني ایاتو کې د متعال خدای له عبادت سره، په یو ځای کې راغلي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/religion-i149944

captcha