ایکنانیوز د الاهرام له قوله راپور راکړ، په مصر کې دیره د بهرنیو محصیلینو د زده کړې د پراختیا مرکز د ۲۰۲۴کال په وروستیو څلورو میاشتو کې د ؛نوښت اورهبرۍ ؛ په شعار سره د ؛ وړتیاؤ او توانمنیو؛ په نامې سره د اسلامی هنرونو او قرآن د نړیوالې سیالۍ د ترسره کیدا خبر ورکړ.
دا سیالۍ چې شپارس برخې لري ، د الازهر نړیوالو محصیلینو د قرآني تخلیقي آئيډیاؤ او مهارتونو د لوړتیا، پراختیا او ملاتړ په موخې سره ترسره کیږي او په هرې برخې کې به لسو غوره کسانو ته جایزې هم ورکړل شي.
دغه سیالۍ د شیخ الازهر احمد الطیب ځانګړي پام او په الازهر کې د بهرنیو محصیلینو د زده کړې د پراختیا د مرکز د مشر او دبهرنیو محصیلینو په چارو کې د شیخ الازهر د سلاکار نخله السعیدي د څارنې ته په پام سره ترسره کیږی.
ددغې سیالۍ په مختلفو برخو کې د قرآن کریم حفظ او تلاؤت ،دیني پوهه ،اسلامی کلتور ، او په بهرنیو ژبو اسلامی علوم او ادبیات ، خوشخطي او یوشمیر نوره هنري او څيړنیزې برخې شاملیږي. ګډون کونکي باید دالازهر په یوې پوهنتوني موسیسې (له پوهنتونه مخکې ، پوهنتوني اود تکمیلي تحصیلاتو ) په کومې موسیسې کې ئې نامه ثبت کړي وي او له دې مخکې د الازهر دسیالیو په تیرو درو پړاؤنو کې کامیاب شوی نه وي.
برلاسه کسانو ته به پر میډال سربیره، د مصر دوه لکه شپیته زره پونډو په ارزښت جایزې هم ورکړل شي.