ایکنانیوز د الاصلاح له قوله راپور راکوي، د فرانسې لومونډ ورځپاڼې پخپل یوه وروستي راپور کې لیکلي دي، په سویډ کې په وروستیو کلونو کې په مسلمانانو منظمې حملې او سپکاوي ډير زیات شوي دی، داسې حملې چې په هغو کې پر جوماتونو حملې، پر سترمنو میرمنود سپکاوي حملې او د کار په ځاي یا کوڅو کې د اسلامی ضد څرګندونو مودونه پکې شاملیږي.
دغې ورځپاڼې په خپل مطلب کې لیکلي دي،د سویډ په سکوفډ جومات په لور د یوه وحشي خنځیر د مردارې لاشې ورِغورځل یو هغه اقدام دی چې د څارونکو کیمرو سترګو ثبت کړی دی.
البته ددغه جومات امام سره له دې چې ددغې موضوع په باب ئې شکایت وکړ، فیصله ئې کړی ده څو موضوع رسندوئي نه کړي او دسیمې د مسلمانانو د ندیښنې او تشویش مخه ونیسي.
د لومونډ په یو بل راپور کې هم راغلي دي، زوړپال افراطي مشر جیمي آچسن د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې وئيلي وو چې غواړی جوماتونه ړنګ کړی، دنورو جوماتونو دجوړیدا مخه ونیسي او پر اسلامی ډلو ټپلو دباؤنه زیات کړي او ترڅارنې لاندې ئې وساتي. هماغه شان چې ریچرډ ګومشوف چې د هغه یوهمفکره افراطي دی ،هم په عمومی ځایونو کې د ټولو اسلامی سبمولونو د ممنوعیّت غوښته کړې او دا ئې د ؛ مات صلیب ؛ ته ورته بللي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې د ښي پال حکومت په ائيتلاف کې ګډون کونکو افراطي ګوندونو هماغه راز هغه څه چې د ؛اسلام پراختیا؛ ئې ګڼي ،محکوم کړې او ادعا کوي چې ،سویډنیان په خپل هیواد کې په یوه لږکي د بدلیدا په حال کې دي .
په عین حال کې نوره ډلې ټپلې هم د اروپا دانتخاباتو بّ درشل کې له دغه شان ورته څرګندونو استفاده کوي؛د مسیحي ډيکومراټیک ګوند مشر ایبا بوش په یولړ څرګندونو کې مدعی شوی چې سویډ د اسلام په پنځیدا سره یو لوی مشکل لري.
هغه د مسلمانانو په ضد د خپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې ووئيل؛ مسلمانان حاضر دي ،بېستره میرنمې سنګسار کړي او همجنس بازان له لوړو لوړو ځایونو پر مځکې راګوزار کړی.
په ۲۰۲۲کال کې د جرمونو د مخنیوي د شورا له خوا د خپرو شوو ترټولو وروستیو احصایو په اساس ،څه دپاسه ۳۲۴اسلامی ضده شکایتونه ثبت شوي دي،خو له مسلمانانو سره اړونده د مسئلو یوه شناندی لیزاوالن دغه شمیر چټي بللی او وئيلي ئې دي،هغه کسان چې جرأت کوي ،ددغې موضوع په باب خپل شکایت تعقیب کړي ،ډير کم دي.