IQNA

د محرم د میاشتې په رارسیدا سره د کعبې پرده بدله شوه(فیلم)

13:35 - July 08, 2024
د خبر لمبر: 3489498
ایکنا – د مسجد الحرام او مسجد النبي عمومی تولیّت د محرم د میاشتې د رارسیدو او د نوی هجری قمري کال په مناسبت د یکشنبې په سهار  وختي د کعبې د پرَدې د بدلولو خبر ورکړ.

ایکنانیوز د الاتحاد له قوله راپور راکړ، د مسجد النبی او مسجد الحرام عمومی تولیّت او ادارې  د یکشنبې په سهار وختي ، د نوی هجری قمری کال د لومړنۍ میاشتې په لیدو سره یعني د ۱۴۴۶ قمری کال د محرم الحرام  په لومړۍ ورځ ، د یکشنبې په ورځ د خانه کعبې د پرَدې د بدلولو خبر ورکړ.

د خانه کعبې د پَردې بدلول ، د سنت  په توګه  هر نوي قمري کال  په لومړۍ ورځ  ترسره کیږي. د خانه کعبې د پرَدې د بدلولو عملیات  د یوه ۱۵۹کسیز حرفه وي ټيم په وسیله ترسره کیږی چې  د عملیاتو ترسره کیدا په غاړه لري . ددغه بهیر په وخت په پیل کې پخوانۍ پرده لیرې کیږي او نوی پرَده نصبیږي.

دعربستان خبری آژانس راپور ورکړی، د خانه کعبې نوي پرده  کابو ۱۳۵۰ کلوګرامه وزن  او ۱۴ میټره لوړوالی  لري او د کعبې د دروازې د پوښښ پشمول په  څلورو برخو کې  ده.

په دغې پردې  کابو زر کلوګرامه  اوه وریښم مصرف شوي چې  دملګ عبدالعزیز  د کعبې د پردې د  اوتنې په خصوصي برخې کې په  ګډ کړئ شوي تور رنګ  سره او د طلا دیوسل شل کلوګرام تار  او د سل کلوګرامه د سپينو زرو په مفتول  سره  ورڅخه استفاده شوې ده. دخانه کعبې پرّده د لاندینۍ اوو برخو پشمول  له شپاړسو قطعو جوړه ده. او د خداوندمتعال نومونه پرې لیکل شوي دی.

د وئيلو ده چې په ملک عبدالعزیز کمپلیکس کې  د خانه کعبې د پرَدې د اوبنې ځانګړي برخې کابو دوه سوه صنعتګران ددې په تیارولو کې فعالیت کوي.په دغه کمپلیکس کې د رنګ کونې ،اټومیټیک اوبتنې، لاسی  اوبتنې ، چاپ ،زربافت ، ګنډنې  او د پردې دتولو پشمول څو برخې  شاملې  دي چې د نړۍ ترټولو ستر د ګنډولو مشین  چې شپاړس میټره وږد دی  او  په یوه کمپیوټري آلې سره کار کوي،هم ترسترګو کیږي ، پر دې سربیره  دپه دغه کمپلیکس کې د پشتیبانۍ برخه هم فعالیت کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4225387

captcha