ایکنانیوز دعربی ۲۱ له قوله راپور راکوي، د ملایشیا پخوانی لومړی وزیر او ددغه هیواد دینی اوسیاسی شخصیّت مهاتیر محمد داسلامی نړۍ له هیوادونو وغوښتل له یوه بل سره دې متحد او یوموټی شی او د اسلامی امت د ژغورلو او د مظلومانو د ملاتړ او د هغوي د چغو په ځواب کې دې عملی ګامونه پورته کړي.
د ملایشیا پخوانی لومړی وزیر په یوې ناڅرګندې غونډې کې چې په لندن کې د انګلستان د مسلمانانو دشورا او اسلام چینل نومې ټيلیویژنی چینل په وسیله ترسره شوي او یوشمیر مسلمانو رهبرانو او فعالانو پکې ګډون درلود،پخپلې وینا کې ووئيل؛ که مسلمانان سره متحد او یو موټی وائ، نو په غزې کې مسلمانان له دغو ټولو عامو وژلو، نسل وژنې او ډله ایزو غمیزو سره نه مخامخ کیدل.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې له وحشي صهیونیسټي رژيمه د امریکا او لویدیځ بشپړ ملاتړ له هغو ټولو بشری حقوقو اوډيموکراټيکو ارزښتونو سره سره چې لویدیخ دتاریخ په اوږدو کې دود کړی دي، په تضاد کې دي، له آزادې نړۍ وغوښتل څو په غزې کې دې د فلسطینیانو دنسل وژنې د دریدا لپاره هڅه وکړي.
د ملایشیا پخواني لومړی وزیر ددې خبرې په کولو سره چې په دې باب د خبرو کول چې سنیان د فلسطین ملاتړ نه کوي، خو شیعیان د مقاومتي چورلیز ملاتړي دي، سمه خبره نه ده ،ټينګار وکړ؛مسلمانان باید سره متحد شي،ددې لپاره چې هغه څه چې د دوي د اتحاد سبب کیږي، له هغو توپیرونو ډير زیات دي چې په دوي کې موجود دي نو باید له تفرقې او درز او کرکې او نفرته دې ډډه وکړي او د مظلومو اوبې څوکه فلسطینیانو د مرستې لپاره دې سره لاس یو کړي.
مهاتیر محمد ددې خبرې په کولو سره چې ډيری اسلامی هیوادونه دخپل هیواد په اداره کولو کې سم عمل نشي کولی او په همدې دلیل په دغو هیوادونو کې تاؤتریخجنې پيښې او حتی داخلي جنګونه راپورته کیږي، ووئيل ، دوي ډيرې پیسې لري خو دغه پیسې د پراختیا لپاره نه خرڅ کوي، بلکې متحده ایالاتو ته ئې دپور په بڼه ورکول کیږي.
هغه ټينګار وکړ،هغه کار چې امریکا ئې په پیسو سره کوي، د اسلامی هیوادونو په ګټه نه دی ، مسلمانانو د اسلامی ملګرتیا موسیسه تاسیس کړې ده او باید درست اسلامی هیوادونه سره غونډ شي،البته فیصله یوازې په اتفاق اویوه خوله غوره کولی شي.