IQNA

د یمن په میلیونونو خلکو د فلسطین له مظلوم ولسه په ملاتړ کې لاریونونه وکړل

5:44 - July 13, 2024
د خبر لمبر: 3489524
ایکنا - د فلسطین له مظلوم ولس څخه د یمن د خلکو د ملاتړونو په دوام کې  پرون جمعې ورځې د یمن  په میلیونونو خلکو د صعدې پشمول د هیواد په ځينو ښارونو کې  په شتون سره په غزې کې د فلسطین دمظلومو خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم  جنایتونه یو ځل بیا په سخته محکوم کړل.

ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړ،  د فلسطین له مظلو ولس څخه د یمن د خلکو د ملاتړونو په دوام کې پرون سهار د نورو جمعو ورځو په څیر ددغه هیواد په میلیونونو خلک  په واټونو کې په تیره بیا دصعدې په واټونو په شتون سره په غزې  تړانګې کې د فلسطین دمظلومو اوبې څوکه خلکو په ضد د  جنایتکار صهیونیستي رژيم  دجنایتونو او بې آمانه حملو په محکومولو سره ، په غزې کې د اور بند دټینګیدا او د جنګ د فوري دریدا غوښتونکي شول.

مظاهره چیانو د امریکا او د هغې په پلۀ د پل کیښودوننو  په ضد سخت شعارونه ورکړل او د فلسطین له مظلوم ولس سره د پیوستون په اعلانولو سره ئې یو ځل بیا  په غزې تړانګې کې  دنیواکګر او وحشي صهیونیسټي رزیم له نسل وژنې د امریکا  له ملاتړونو خپله سخته کرکه او نفرت  نندارې ته وړاندې کړ.

داپه  داسې حال کې دي چې د امریکابریتانیائي تیریګر ائیتلاف  جنګی الوتکو دیمن په ضد پخپلو ترټولو وروستیو تیریو کې د پنجشنبې په مازدیګر  د الحدیده هوائي ډګر درې ځله بمباري کړ، او دغه راز د الحدیده ولایت رأس عیسی سیمه هم پنځه ځله بمباری کړه.

دیمن پوځ د تیر کال له نومبر راهسې تر دې دمه به غزې تړانګې کې له فلسطینیانو څخه په بشبړ ملاتړ کې  په سرۀسمندر او عربو سمندر کې له صهیونیسټي رژيم سره  په اړونده کشتیو په لسګونو توغندوي او ډرونز حملې کړي دي .

 

https://iqna.ir/fa/news/4226383

captcha