ایکنانیوز د میډل ایسټ نیوز له قوله راپور راکړ، د عراق د ټراانسپورټي چارو وزارت د حسینی تاسوعا او عاشورا د دستورو د ترسره کولو لپاره د دغه هیواد له امنیتی پلان سره په تناسب کې د عراق په مختلفو سیمو کې د زیارتوالو د ځای په ځای کولو لپاره یو پلان مطرح او بشپړ کولو خبر ورکړ.
په همدې ارتباط د عراق د ټرانسپورټي چارو مرستیال وزیر حازم الحفاظي وئیلی دي، د عاشورا او تاسوعا د شپو ورځو لپاره ددغه هیواد دټرانسپورټي چارو وزارت پروګرام له پلی لاریون سره کوم ارتباط نه لري او په ګاډو سره به د زیارتوالو پر منتقلیدا متمرکز وي. هغه ووئيل، دغه پلان د بغداد په لور دکربلا د چورلیز،له کربلا –بابل ، له کربلا – نجف اشرف او په نهایت کې به د ناحیه الحسینیه په لور د څلورو چورلیزو په اساس په تګ راتګ مشتمل وي.
د عراق د ټرانسپورټي چارو مرستیال وزیر زیاته کړې ده .ددغه وزارت پلان دعراق د کورنیو چارو وزارت له امنیتی پلان سره سمون خوري او د کورنیو چارو د وزیر په مشرۍ یوه مرکزي کمیټه به د څارنې او میداني لیدو کتو دچارو دنده په غاړه ولري او له ټولو امنیتی او خدماتي کمیټیو ترمینځ بشپړ غږملتیا موجوده ده.
الحفاظي روښانه کړې ده ،دغه پلان به د حسینی عاشورا د دستورو تر بشپړتیا وروسته او د یولسم ورځې تر وروستیو پورې دوام ومومي او ددغه پلان د اجرا اوج په دمحرم د میاشتې په نهمه ورځ یعني د تاسوعا په ورځ وي.