IQNA

10:32 - July 15, 2024
د خبر لمبر: 3489536

احمد نعینع؛ قرآنی وړتیاوې زمان په ژوند کې ترټولو لوي موهبت دی

ایکنا -  د مصر او اسلامی نړۍ یو لوي قاری احم نعینع  په یوه ټيلیویژنی پروګرام کې  له خپل ماشوموالي څخه د خپلو قرآني حیات چارو ته اشاره کړې او خپلې قرآني وړتیاوې ئې پخپل ژوند کې یو ترټولو لوي الهي موهبت بللی دی.

احمد نعینع؛ قرآنی وړتیاوې زمان په ژوند کې ترټولو لوي موهبت دی

ایکنا -  د مصر او اسلامی نړۍ یو لوي قاری احم نعینع  په یوه ټيلیویژنی پروګرام کې  له خپل ماشوموالي څخه د خپلو قرآني حیات چارو ته اشاره کړې او خپلې قرآني وړتیاوې ئې پخپل ژوند کې یو ترټولو لوي الهي موهبت بللی دی.ایکنانیوز د الاهرام له قوله راپور راکوي، د مصر او اسلامی نړۍ دغه لوي قاري احمد نعینع  د ؛پراخې او ژورې کرښې؛ په عنوان سره په یوه ټيلیویژني پروګرام کې  چې د بریالیو شخصیّتونو  ځانګړی پروګرام دی، دخپل ماشوموالي خبره کړې او خپل قرآنی استعدادونه ئې پخپل ژوند کې  یو ترټولو لوي الهي موهبت بللی دی.

 هغه په دوام کې د خپل شخصي ژوند خبره هم کړې او روښانه ئې کړې ده، زما پلار د مالوچو تاجر ؤ او هم د قرآن کریم حافظ ؤ او ډيره لیوالتیا ئې درلوده څو زه هم قرآن کریم حفظ کړم. قرآن  مو په قرآني مکتب خانې کې حفظ کړ او  په سکندریه کې مو له شیخه ام سعد څخه د حفظ اجازت واخست او د شیخ امی هلالي په نزد چې یو نابینا او  له ډير زیات احترامه برخمن ؤ ودرس ولوست.

دمصر او اسلامی نړۍ ددغه لوي قاري په وینا، د مصر د وخت ولسمشر انور سادات  د هغه تلاؤت ډير ستایلی او  دغه تلاؤت ئې له شیخ مصطفی اسماعیل سره پرتله کاوه چې  پخپلو کې ئې سره ډيرې نزدې اړیکې درلودې .شیخ نعینع  همداراز زیاته کړې ده ، چې هغه  د انور سادات  او دهغه د کورنۍ مخصوص ډاکټر هم پاتې شوی دی.

نعینع همداراز ووئيل، چې هغه  د مصر د لوي خطیب ا و مفسر شیخ متولي الشعراوي  یو پلوی او د هغه شاګرد دی او الشعراوي  دهغه تلاؤت ډير خوښوه او تل ئې وئيل  چې نعینع مونږ  د بدن له درملنې ، د روح او زړه  درملنې ته کاږي.

ایکنانیوز  په دوام کې د استاد احمد نعینع  د مجلس یوه ویډیوئي بڼه ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.  

https://iqna.ir/fa/news/4226460

captcha