IQNA

د حسیني عاشورا لوئې غمیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ

8:31 - July 16, 2024
د خبر لمبر: 3489537
ایکنا – د حسینی عاشورا په شپه درسته نړۍ په تیره بیا درست ایران په ویر او غم کې ډوب دی او د عاشورا په شپې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په شتون سره په امام خمیني امامباړې کې کې ولولناکې دستورې ترسره شوې.

ایکنانیوز د رهبرۍ د دفتر د وبپاڼې له قوله راپور راکړ،په حضرت امام  خمیني امامباړې کې د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  اوی وشمیر سیاسی او پوځي چارواکو  او د سلګونو عزادارو په شتون سره د  عاشورا د شپې دستورې ترسره شوې په دغه دستورو کې حجةالاسلام رفیعي  د حضرت امام حسین علیه السلام  په سیرت او د کربلا د حماسې  په ځانګړنو رڼا واچوله  او بیا مشهور مداح او نوخه خوان میثم مطیعی  مرثیې او عزاداري  وکړه  او موجودو  سلګونو خلکو هم د امام حسین علیه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو په غم کې ماتم او عزاداری وکړه.

په راپور کې وئيل شوي دي چې په درستې نړۍ په تیره بیا په درست ایران کې د  عاشورا په شپه ان تراوسه پورې دعزادارۍ دستورې روانې دي او خلک د عزادارۍ د جلوسونو په  ویستلو سره یا حسین یاحسین چغې پورته کوي او په لبیک یا زینب چغو سره نړۍ ته یوځل بیا ښئ چې د حسیني عاشوراي غورځنګ بیرغ دحضرت زینب پيروکار هماغه راز لوړه ساتې  او هیڅکله به دغه غورځنګ ونه ځنډيږي

د ایکنانیوز ټول کارکونکي په دې مناسبت تاسو ټولو مینه والو او عزادارو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي.

https://iqna.ir/fa/news/4226940

https://iqna.ir/fa/news/4226957/  

captcha