IQNA

په پاکستان کې محرم؛ په ځای ژبو او ملی ژبې اردو کې د حسینی عاشورا پرتم او ځوږ

11:07 - July 16, 2024
د خبر لمبر: 3489538
په پاکستان کې محرم؛  په ځای ژبو او ملی ژبې اردو  کې د حسینی عاشورا پرتم او ځوږ
ایکنانیوز د ملتونو د کلتور او ټولنې د تحلیلي وبپاڼې له قوله راپور راکوي، د پاکستان په میلیونونو  مسلمانان په تیره بیا ددغه هیواد اهل تشیّع د ښارونو ،ښارګیو او کلو په سویه په جوماتونو،امامباړو او نورو مذهبی ځایونو کې په ولولناک او پرتمین شتون سره له اهل بیت علیهم السلام او له حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه بزرګوار له وفادارو ملګرو سره خپل عشق او ارادت  نندارې ته وړاندې کوي او د کربلا د پاڅون او حسینی عاشورا  یاد تازه کوي. په پاکستان کې په دوه سوه پنځوس میلیون آبادۍ کې  چې تقریبا اتیا فیصدي برخه ئې اهل تسنن دي، ددغه هیواد مسلمانان د محرم د میاشتې له لومړۍ تر دیارلسمې نیټې پورې د عزادارۍ او ویر دستورو په لاپرتم او ولولې سره د ترسره کولو  لپاره خاص اهتمام کوي.

په درست هیواد کې د  امنیتی تابیاوې او د عزادرۍ د دستورو دساتنې لپاره  په مختلفو سیمو کې امنیتي او پوځي ځواکونه دیره کیږي. د اهل تسنن عالمان هم  په دې مناسبت د محرم  له شپو ورځو مخکې له اهل تشیّع عالمانو سره  په دې اړه د هر ډول مرستو او ملګرتیاؤ هوډ  کوي او پخپلو کې سره د اتحاد او او یووالي پر زیاتیدا او له تفرقې او کرکې او درز څخه په ډډه کولو او دغه راز د هر ډول ترهه ګرۍ د مخه نیولو لپاره  هڅې کوي.

د محرم په شپو و رځو کې شیعیان د عالمانو  ویناوې او مرثیې آوري او په مختلفو دستورو کې په تیره بیا د تاسوعا او عاشورا په شپو ورخو کې  جلوسونه وباسي او په مختلفو ځایونو کې سینه زني، او زنځیر زني کوي ،البته  په زیاترو سیموکې اهل تشیّع او اهل تسنن  په دې مناسبت نذرونه او شربت د عزادارو او د عامو خلکو خدمت ته وړاندې کوي  او دا یو ویاړ  ګڼي .

محرم در پاکستان؛ آشنایی با بانی آئین‌های عاشورایی و مناسک پشتون‌ها

د پاکستان ټيلیویژنی چینلې په تیره بیا ملی ټيلیویژن (پي ټي وي) د محرم له لومړۍ تر یولسمې نیټې پورې د حضرت امام حسین ،اهل بیت او هغو د وفادارو ملګرو د شهارت د فلسفې په باب د شیعه اوسني عالمانو ویناوې ،مرثیې او عزدادرۍ خپروي. په دغو شپو ورځو کې هر ډول  موسیقي خپریدا غوڅيږي او د پاکستان په ټولنې کې یوه خاصه معنوي فضا واکمنه وي.

په پاکستان کې موجود  دنورو دینونو  لږکي لکه هندوان او مسیحیان او سیکان  هم د حسیني عزادارۍ   او عاشورائي مناسک  ترسره کوي او حتی د عاشورا په ورځ دوي هم ویر او ماتم کوي  او د حسیني عزادارو  په لارو او  چوکونو کې نذر او یخې اوبه او شربتونه  خلکو ته وړاندې کوي.

 د وئیلو ده چې په درست پاکستان کې د تاسوعا او عاشورا  په ورځو کې رسمي چټي وي  او درست ولس د امام حسین   په غم کې ویرجن ګڼي.

د پاکستان په درستو صوبو کې دغه دستورې په ډير پرتم او ولولې سره ترسره کیږي ،په تیره بیا د خیبر پختونخواه صوبې  په مختلفو سیمو کې دغه دستورې  دخپلو دود او دستورو په اساس په ولولې سره ترسره کیږي. او په پښتو ژبه او په ځاي ژبو  مرثیې او نورې دستورې  ترسره کیږي. او دغه راز د تاسو او عاشورا په شپو ورځو کې په مختلفو  ښارونو اوښارګیو کې د عزادارۍ  جلوسونه وباسي او په واټونو کې عزاداري کوي. او زنځیرونه او سینې وهي .دغه جلوسونه دستې دستې  په ډیر منظم  انداز سره ترسره کیږی   او  د یوه خاص انتظام ښودنه کوي.زیاتره خلک د محرم په شبو ورځو کې تور قالي اچوي  او د خوشالۍ له هر دول دستورو او پروګرامونو ډډه کوي   او ان تر محرم او صفرې میاشتې تر وروستیو پورې د خوشالۍ کومې دستورې نه ترسره کوي.

محرم در پاکستان؛ آشنایی با بانی آئین‌های عاشورایی و مناسک پشتون‌ها

د محرم په شپو ورځو کې اهل تسنن او اهل تشیّع  په زیاترو ځایونو کې سره ګډې دستورې جوړوي او  د سید الشهدا  په شان کې مرثیې نعتونه او دغه راز عزادرۍ او نورې  دودیزې دستورې ترسره کوي.

داپه داسې حال کې دي چې د خیبر پختونخواه صوبې په تیره سیمې کې د امام حسین  علیه السلام د عزادارۍ دستورې  په پخوا زمانې کې د  اهل بیت علیهم السلام د  مخالفو  ځینو مکتبونو د فعالیتونو او د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې او درز د رامینځةکولو په خاطر د دسیسو په دوام کې په دِې سیمې کې د محرم په دستورو بندیز لګیدلی او ځينو خواؤ هڅه کوله څو  په دغې سیمې کې د حسیني غورځنګ  او د حسیني عاشورا دستورې ونه لمانځل شي ، چې ددِې سیمې یوه لوي عارف او عالم  او قبایلی مشر سیر میرا نور شاه سید په ډاګه اعلان وکړ چې دوي به  د ډول په ډنګ سره دحسینی عاشورا دستورې ترسره کوي، او که څوک ئې مخه نیولی شي ، نو بیا دې رامیدان ته شي،وئيل کیږي ،له دغه اعلان وروسته د حسینی پاڅون مخالفو لورو بیا  جراءت ونه کړئ شو چې د حسینی عاشورا د دستورو مخنیوی وکړي،  چې له هماغه وخت راهسې ددغه دیني عارف او سید مریدان تر اوسه پورې عزاداری او ماتم په ډول  اوساز سره کوي  او د خپل مرشد یاد تازه کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4226647

captcha