IQNA

په عمان کې پر حسینی عزادارو باندې د حملې ځّینی جزیات په ویډیوئي کلیپ کې

11:03 - July 17, 2024
د خبر لمبر: 3489546
ایکنا – ځينو خبري سرچینو د عمان په سلطان نشین هیواد کې د یوه جومات په شاوخوا کې د حسینی عزادارو په یوه موکب ترهه ګرو حمله کؤې چې یو شمیر عزادار پکې شهیدان او ټپیان شوي دي دغه راز په دغې حملې کې د پولیسو په ډزو کې درې ترهه ګر هم هلاک شوي دي.

ایکنانیوز د الجزیره خبری سایټ له قوله راپور راکړ، خبری سرچینو د عمان  په پلازمینې مسقط کې د یوه جومات په شاوخوا کې د حسیني عزادارو پر یوه موکب وسله واله حمله کړې ده او شپږ عزادار ئې شیهدان او په لسګونو نور ئې ټپیان کړي دي.

 خو پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي، چې په دغې حملې کې چې د مسقط ښار په شاوخوا کې په الوادي الکبیر سیمې کې دیوه جومات په شاوخوا کې شوي ،څلور کسان شهیدان و یو شمیر نور ټپیان شوي دي.

 په دغه اعلامیې کې همداراز راغلي دي، له رامینځةشوو شرائطو سره دمقابلې لپاره ټول تدبیرونه غوره شوي دي او بشپړونکي او اقدامات او لازم تحقیقات به ترسره شي. 

له بل پلوه،د ټولنیزو چینلونو ځینو کارؤنکو  هم یو شمیر ویډیوګانې او انځورونه خپره کړي دي چې ددغې غمیزې په وخت اخستل شوي دي.

دغو کارؤنکو په وینا په دغې امامباړې یا جومات کې  کابو اوه سوه حسینی عزادارو ویر او ماتم کاوه چې یرغلګرو کلابند کړل او ورباندې ئې ناتار ډزې پیل کړې البته لږ وخت وروسته امنیتي ځواکونه هم سیمې ته رسیدلي او ترهه ګر له هغه ځایه تښتیدلی دي.

داپه  داسې حال کې دي چې د عمان پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په همدا وروستیو کې ووئيل په دغې ترهه ګرې حملې کې  د پولیسو په ځوابي ډزو کې درې ترهه ګر هم هلاک شوي دي او دغه راز په شهیدانو او ټپیانو کې یوشمیر پولیس هم ترسترګو کیږي.

داهم وئيل شوي دي چې په شهیدانو کې څلور کسان پاکستاني ښاریز دي او دغه راز په ټپیانو کې هم یو شمیر پاکستانیان شامل دي.

وروستي راپورونه ښئ چې داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې ددغه جنایت پړه په غاړه اخستې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4226992

captcha