IQNA

په بالکان کې د قرآن کریم د حفظ د کړیو ترسره کیدا

15:21 - July 18, 2024
د خبر لمبر: 3489554
ایکنا – د کویت تراث  ټولنې   ددغې ټولنې د خیریه پروګرام د یوې برخې په توګه په بالکان هیوادونو کې د قرآن د  حفظ د کړیو د ترسره کیدا خبر ورکړ.

ایکنانیوز د الجریده له قوله راپور راکړ،د کویت تراث خیریه ټولنې د په سم تلاؤت او لهجې سره  دقرآن کریم د زده کړې او سم کړچار  سره د مسلمانو ماشومانو د روزنې لپاره په بالکان هیوادونو کې  د قرآن کریم د حفظ د ټولنو دم لاتړ لپاره  دیوه پلان د پیلولو خبر ورکړ.

 دغې ټولنې په یوې اعلامیې کې  وئیلي  دي چې دغه پلان  د تراث دخیریه پروګرامونو یوه برخه ده  او  هر کس لږترلږه لس کویتی دینار   له دغه پلان سره مرسته کولی شي.

 په دغې اعلامیې کې همداراز  روښانه شوې ده چې  د تراث ټولنې هڅې په تیره بیا د قرآن کریم د حفظ د مرکزونو،د جوماتونو  او اسلامی پروژو د جوړولو  مدیریّت ، له هماغه تاسیس څخه  رانیولې تر وروستیو پورې،د کویت په داخل او بهرن کې د قرآن کریم د زده کړې د پوهنځیو،  د الهی کتاب د خدمت  او د مرکزونو ،ټولنو، موسیسو ، بنیادونو د ملاتړ لپاره دي.

د کویت تراث  ټولنې  همداراز په مختلفو ژبو د قرآن کریم د ترجمې او د هغه د څه دپاسه یو میلیون  نسخو چاپولو  او  همدراراز د قرآني حوزو  دکتابونو او تفسیرونو  ترجمې  او دنسخو چاپیدا  د دغې ټولنې  د نورو فعالیتونو  برخو په توګه وبللې.

د تراث ټولنه د کویت  ترټولو مهمه خیریه موسیسه او په اسلامی نړۍ کې یوه ترټولو مهمه خیریه ټولنه ده  چې د خپلې هڅې زیاتره برخه  ئې د اسلامی میراث په تیره بیا د قرآني فعالیتونو په حوزې کې  احیاء او دودولو ته بیله کړې ده .

 https://iqna.ir/fa/news/4227341

captcha