IQNA

په کربلا معلی کې د حسینی عاشورا په دستورو کې کابو ۶میلیون زیارتوالو ګډون وکړ

10:53 - July 20, 2024
د خبر لمبر: 3489558
ایکنا – د عراق دکربلا معلی ولایت شورا په یوې ا علامیې کې ووئيل،  چې په کربلا معلی کابو ۶میلیون زیارتوالو  د حسینی عاشورا په دستورو کې ګډون کړی دی.

ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړ، د کربلا  ولایت شورا پخپلې یوې وروستۍ اعلامیې کې وئيلي دي،  د حسینی عاشورا په ورځ په کربلا معلی کې کابو ۶ میلیون داخلی او بهرنیو حسینی زیارتوالو  ګډون کړی او د کربلا مومنانو ئې د زړه له کومې کوربتوب کړی دی .

ددغې شورا د رسیندوئې برخې په اعلامیې کې راغلي دي چې سږکال په کربلا معلی په متوسط ډول  د زیارتوالو شمیر کابو شپږ میلیون کسانو ته رسییدلی چې له  مختلفو هیوادونو او دعراق له مختلفو ولایتونو کربلا ته ورغلي وو او له کابو څو ورځو مخکې راهسې ئې ځانونه  دغه مقدس ښار ته رسولي وو. چې اوس بیرته په سنتیدا دي.

له دې مختکې خدماتي،امنیتی او روغتیائي اورګانونو هم د حسینی عاشورا او د جلوسونو د ځانګړي پلان په بریالیتوب سره د ترسره کیدا خبر ورکړی ؤ.د عراق د رسندوئي او ارتباطاتو ادارې هم وئيلي دي، چې ۷۲۵خبریالانو او ۸۴سپوږمکیزو چینلونو د عاشورا د زیارت  ځانګړي دستورو ته خبري او نصویري پوښښ ورکړی دی.

د نجف اشرف  هوائي ډګر په خبرتیا کې هم وئيل شوي دي چې د محرم  له لومړۍ ورځې تر نهمې تاسوعا ورځې پورې د څه  دپاسه یو اویا زره زیارتوالو  کوربه ؤ.

https://iqna.ir/fa/news/4227378

captcha