IQNA

په تل ابیب د یمن د انصار الله د ډرون حملې لا روښانه جزیات

11:50 - July 20, 2024
د خبر لمبر: 3489561
ایکنا – د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ د پوځي څانګې ویندوي په یوې اعلامیې کې  د تل ابیب ښار په یوې ودانۍ د پرون سهار د ډرون حملې  جزئیات  اعلان کړل.

ایکنانیوز د المیادین له قوله  راپور راکړی ، د یمن د پوځي ځواک ویندوي جنرال یحیی سریع  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د یمن د ډرونز برخې یونټونو  پرون سهار  په یولړ ځانګړو  عملیاتو کې تل ابیب په شیشت کې راوست  او په ټاکلي ټارګټ  ئې لوخړې جوړې کړې.

هغه زیاته کړې ده ، تل ابیب  ئې  د ؛یافا؛ ډوله په نوي ډرون سره په شیشت کې راوستی او په دقیق ټارګټ لګیدلی دی. هغه دغه راز ووظيل،  مونږ ټینګار کوو چې  په نیواکي فلسطین کې ځیني نور  ټارګټونه هم زمونږ په شیشت کې دي او د صهیونیسټي دښةن  جنایتونو ته په ځواب کې به ئې په شیشت کې راولوو. او دغه عملیات به  د فلسطین د مظلوم ولس او د مقاومتی چورلیز دمبارزونو  په ملاتړ کې  او په غزې تړانګې کې د مونږ دایماني خوئيندو  او وروڼو  په ضد د وحشي جنایتکار اسرائيلي رژيم  د جنایتونو  په ځواب کې به هماغه راز دوام ومومي.

جنرال سریع  ددغو عملیاتو د جزئیاتو په باب  ووئیل، چې دغه عملیات د یافا په نامې سره په  هغه نوي ډرون سره ترسره شوي دي چې د نیواکګرو  له دفاعي او مخه نیونکو سسټمونو څخه د تیریدا وړتیا لري او داسې چې  راډارونه ئې د پيژندلو وړتیا نه لري.

د یمن د انصار الله پوځي ویندوي روښانه کړې ده چې دغه عملیات پخپل ټارګټ باندې په بریالیتوب سره پاي ته رسیدلی دي.

 هغه د اعلامیې په پآي کې وئيلي دي ، د یمن  دپوځ دغه عملیات په غزې تړانګې کې د اتلو مبارزانو په ملاتړ کې چې د عربی اواسلامی امت دفاع  کوي، دوام مومي  او دغه عملیات به یوازې په داسې بنه کې ودرول شي، چې صهیونیسټي جنایکار دښمن په غزې تړانګې کې د فلسطین دمظلوم ملت  کلابندي ختمه کړي او بې آمانه او غیر انساني حملې پاي ته ورسوي. 

https://iqna.ir/fa/news/4227421

 

captcha