IQNA

په یمن د حملو دوام به دعربستان د ۲۰۳۰کال لرلید له مینځه یوسي

15:41 - July 20, 2024
د خبر لمبر: 3489562
ایکنا - د یمن د انصار ا.... و لسی غورځنګ رهبر ټينګار وکړ،که د یمن په ضد د حملو دوام وکړ، نو د عربستان د ۲۰۳۰ کال لرلید به نابود شي.

  ایکنانیوز د عربی ۲۱ له قوله راپور راکړ، د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر  عبدالملک بدرالدین الحوثي  په یولړ څرګندونو کې  ووئيل، د یمن په ضد دعربستان د حملو د دوام په بڼه  کې به د ۲۰۳۰کال  لرلید چې عربستان ئې له کلونو کلونو راهسې د تحقق په لټه کې دی ،له مینځه لاړشي.

الحوثي پخپلې دغې وینا کې ووئيل، په دغې خاص مرحلې کې ،امریکا په دې پسې ده، هغه کسان چې دوي ئې خپل عوامل ګڼي ، سره ښکیل کړي او دوي  د خپل  ځان په ځاي  ترڅنګ د یمن په ضد جنګ ته وارد کړي.

هغه په دوام کې ووئيل، سعودي رژيم باید متوجه شي، چې که دغه جنګ ته وارد شي، او پخپلو یرغلیزو او ناروا یرغلیزو اقداماتو  باندې ټينګتیا وکړي ،نو بایلونکي به وي.

هغه عربستان ته په جدي خبرداري سره ووئيل، که د عربستان حکومت تیار وي، چې خپل راتلونکی قرباني کړي،او  خپل اقتصادي پروګرامونه  د اسرائيلیانو او امریکایانو په خاطر له لاسه ورکړي،نو د ۲۰۳۰کال پروګرام او دغه راز د نړۍ  د یوه ترټولو لوي هوائي ډګر په توګه د ریاض د هوائي ډګر د پراختیا لپاره به ئې پلانونې هیڅکله عملي نشي.

هغه همداراز د سعودي حکومت  د زمانې قارون او د شیطان ښکر دي.

 دغه څرګندونې په صنعا کې د فعالو شپږو بانکو سره  د معاملې د درولو په باب د انصارا... د مخالفانو د پلازمینې عدن ښار کې د یمن د مرکزی بانک  د فیصلو په غبرګون کې کیږي. دغه بانکونو  له صنعا عدن ته د خپل مرکز د منتقلولو لپاره  د مرکزي بانک فیصلو ته منفي ځواب ورکړی دی.

 عربستان سعودي  د ۵۷ مربع کلومیټر  په مساحت کې د ملک سلمان هوائي ډګر(د ریاض نوی هوائي ډګر) د جوړولوپه حال کې دی چې تر ۲۰۳۰کال پورې به یوسل شل میلیون مسافران ځاي په ځاي کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4227436

captcha