ایکنانیوز د بوابه الوفد له قوله راپور راکړ، د ۲۰۲۴ کال دجولائي شلمه نیټه،په مصر او عربو نړۍ کې د قرآن کریم د یوه مشهور قاري له تلین سره برابره ده چې غږ ئې په خوږلښت او تواضح کې ممتاز ؤ او ساری ئې نه درلود.
شیخ محمود علی البناء، د ۱۹۲۶ کال د دسمبر په اولسمه نیټه د مصر په منوفیه ولایت کې د شین الکوم په مرکز شبرا باص کلي کې زیږیدلی ؤ. البناء د شیخ موسی المنطاش په نزد د قرآن کریم حفظ ته مخه کړه او په ۱۱ کلنۍ کې د ټول قرآن حافظ شو. هغه وروسته طنطا ښار ته لاړ او په الاحمدي جومات کې ئې د شرعي علومو زده کول پیل کړل. او دلته ئې د امام ابراهیم بن سلام مالکي له لاسه د قرآئت اجازت ترلاسه کړ.
شیخ البناء په ۱۹۴۵کال کې قاهرې ته سفر وکړ او هلته د هغه شهرت نوره هم زیات شو؛ په یو وخت ئې د شیخ درویش الحریري په نزد د مقاماتو دعلومو زده کولو ته هم مخه کړه.
په ۱۹۴۸ کال کې د مصر د وخت لومړي وزیر ماهر پاشا او د شهزاده عبدالکریم الخطابی له هغه وغوښتل له ریډیو سره یو ځاي شي. په دې توګه دهغه غږ د لومړي ځل لپاره د ؛ هود؛ سورې په لوستلو سره له ریډیو خپور شو او هغه په څو کلونو مودې کې د مصر یو ترټولو مشهور قاری شو.
شیخ علی البناء ډیرو هیوادونو ته سفرونه وکړل او په حرمین شریفیّن ، مسجد الحرام او زیاتره عربو هیوادونو کې ئې دقرآن کریم په زړه پورې تلاؤتونه وکړل. هغه ډيرو اروپائي هیوادونو ته هم تللی او هلته ئې د قرآن کریم تلاؤت کړی دی.
شیخ علی البناء همداراز یو داسې فعال ؤ چې د قاریانو د اتحادئې د تاسیس لپاره ئې فعالیت کاوه اوپه ۱۹۸۴ کال کې ئې ددغې اتحادئې په تاسیس سره ددې مرستیال شو.
هغه د ترتیل په قرآئت سره چې په ۱۹۶۷کال کې ئې ریکارډ کړ او هغه قرآنی تلاؤت چې د مصر د قرآن په ریډیو کې ئې ریکارډ کړ او هغه قرائتونه چې د عربستان سعودي او متحده عربی اماراتو د ریډیوګانو لپاره ئې وړاندې کړل، یوه ارزښتمنه خزانه ئې په یادګار پریښودلې ده.
شیخ محمود علی البناء د ۱۹۸۵ کال د جولائي په شلمه نیټه وفات شو او د قرآڼ کریم په نوراني لاره کئې ئې د فعالیت له څو لسیزو وروسته پخپل زیږنځاي کلي کې د هغه د جومات په خوا کې خاورو ته وسپارل شو.