IQNA

د امام حسین(ع) احترام د کورنۍ ددوستۍ په زړه پورې حِس سره

10:48 - July 22, 2024
د خبر لمبر: 3489571
ایکنا -  له هغو روایتونو څخه په ښه توګه استفاده کیږي چې  حضرت امام  حسین علیه السلام  و نورو آئمه اطهار علیهم السلام د خپلو بچیانو او ماندنې ددوستۍ په زړه پورې حِس  سره احترام کاوه او  په هغه مهال دودو حدودو کې ئې  د هغوي لپآره لازم امکانات برابرول.

 د قرآن د معارفو او کلتور د څيړنیز عملی پلاوي غړي حجةالاسلام  عیسی  عیسی زاده په هغه یاددښت کې چې په قم کې ئې ایکنانیوز خبری آژانس ته ورکړی دی، لیکلي دي، مینه او محبت  د کورنۍ د ژوند لازمه ده ؛جَعَلَ بَیْنَکُمْ مَوَدَّةً وَ رَحْمَةً»؛ پر دې اساس په آرامښت تاندوالي  او امکاناتو  سره ژوند  د کورنۍ د غړو په تیره بیا د یوه بل په نسبت د ښځې او خاوند  د مهربانۍ او عشق په سیوري کې  رامینځةکیږي ؛ داسې چې د خداي د رسول (ص) په باب داسې نقل شوي دي ؛ کانَ رَسُولُ اللَّهِ اَرْحَمَ النَّاسِ بِالنِّساءِ وَ الصِّبْیانِ؛د خداي رسول (ص)  د ښځو او ماشومانو په باب ترټولو  مهربان او نرم  کس ؤ. په کور کې د محبت کمښت هغه  د همسرانو ترمینځ وي او یا که د  مور پلار او بچیانو ترمینځ، د کورنۍ د نظام د له مینځه تلو سبب کیږي.

حضرت امام حسین علیه السلام  حضرت رباب سره ډيره مینه درلوده او  ددغې مینې او دوستۍ په باب ئې په څرګندونو کې هیڅ خبره نه پټوَله. دهغه بزرګوار دغه خاص ځانګړنه  او  د دهغه یوه شخصي روحیه وه . هغه څه چې  په سرچینو کې په دې باب  د امام حسین(ع) له شعر څه نقل شوي دي،ډير مشهور دي .؛ ستا په روح مو قسم ، زه هغه کور سره ډيره مینه لرم ې  پکې رباب وي .هغې سره  لیوالتیا لرم او  په دې لارې کې خپله ټوله شتمني  وربخښم  او په دې اړه پر ځان د ملامت کیدا تور هم نه منم::

 له بچیانو سره مینه او محبت کول یوه باطني چاره ده چې خداوندمتعال دا د مور پلار په زړه کې سسټماټيک کړې ده ، خو هغه څه چې په دې مینځو میان کې  په ځان پسې روزل او تربیّت  لري، دمینې او محبت څرګندول دي. امام حسین علیه السلام  د یوې بشپړ اوډاډمنې بیلګې په توګه ، له بچیانو سره  محبت او مینه ، د دوي له ضروري اړتیاؤ څخه ګڼله او  په مختلفو چوکاټونو کې  به ئې رابرسیره کوله.

د امام سیرت په دې ټينګار کوي چې له اقتصادي پلوه  د کورنۍ میرمن هغه څه ته چې دهغو غوښته ده لاس رسی پيدا کولی شي او حتی  له هغوي یو خپل بچیانو ته زیور برابروي  چې د عاشورا دغمجنې واقعې یو روایت همدا دی چې د حضرت رقیه سلام الله  علیها له غوږونو ئې ګوشوارې شلولي، دا یعني  امام بزرګوار د خپلو لوڼو او ښځو د ښکلا اړتیاؤ ته اهمیّت ورکاوه او حتی که  پخپله ئې د  امام په توګه ساده ژوند کاوه  ،خو د کورنۍ د  وګړو  اړتیاؤ ته ئې ډير اهمیّت ورکاوه.

 په یوه بل روایت کې نقل شوي دي چې  له امام جعفر صادق علیه السلام څخه پوښتنه وشوه؛ آیا  د  بچیانو د ښکال او زینت لپاره د جواهراتو اخستل  جایز دي؟ هغه بزرګوار وفرمائيل؛ علی ابن الحسین (ع) د  خپلو بچیانو او ماندنې لپاره د سرو زرو او سپينو زرو له ډولونو زیورات برابرول  او هغوي به ئې په دغو زیواراتو سره ښکلي کول.  له دغو روایتونو او نظرونو څخه ،  په ښه توګه استفاده کیږي چې  حضرت امام حسین علیه السلام او نورو آئمه اطهار علیهم السلام  د خپلو بچیانو او میرمنې ددوستۍ ښکلي حس ته داحترام په سترګه کتل  او د هغه مهال په دودو حدودو کې ئې د هغوي لپاره  لازم امکانات برابرول .

https://qom.iqna.ir/fa/news/4227202

captcha