IQNA

د ترکیې د چاملیجا جومات د پاسه د سپوږمئ په زړه پورې منظره(فیلم)

14:58 - July 23, 2024
د خبر لمبر: 3489579
ایکنا – د ترکیې د استانبول د ترټولو لوی جومات مسجد چاملیجا د ګنبسۍ د پاسه په فضا کې د میاشتې یا سپوږمئ د رابرسیره کیدا په زړه بورې ویډیوئي کلیب په ټولنیزو چینلونو کې له پراخ هرکلی سره مخامخ شوی دی.

ایکنانیوز د ترکیې خبری آژانس له قوله راپور راکي، د ترکیې د استانبول د ترټولو لوي جومات ؛مسجد چاملیجا د ګنبسۍ د پاسه په فضا کې د میاشت د راښکاره کیدا  په دغه هیواد کې د ټولنیزو چینلونو د ډيرو زیاتو کارؤنکو له خوا له پراخ هرکلی سره مخ شوې ده.

چاملیجا لوي جومات چې څه د پاسه ۵۷زره پنځه سوه مربع میټره پراخوالی لري، او یوه مرکزی ګنبسۍ  او شپږ لوړې او دنګې مینارې لري،چې د ترکیې د کلتوری پلازمینې په اسیائي لوری کې تر ټولو لوړې مینارې  او له هرځایه د لیدو وړ دي.

د ترکیې ترټولو لوي جومات کې په همدې نامې سره په یوې لوړې څوکې جوړ شوی دی، خپلې دروازې ئې د ۲۰۱۹کال د مارچ په اومه نیټه  دعبادتځاي په توګه او همداراز د ترکیې د حکومتی غرور او ملی هویّت د سمبول په توګه  پر عامو خلک وپرانیستي دي.

په چاملیجا جومات کې د لمانځه لوي هال دی چې کابو شپیته زره کسان پکې په یوه وخت لمونځ ادا کولی شی، یو میوزیم لری،د هنری ورکشاپونو یوه ګالري لري،یو لوي کتابتون او د کنفرانسونو ستر هال همه ددغې ټولګې نوره برخې دي.

د جومات اصلي ګبنسۍ چې د ښار د مرکز له هرې برخې په ښه ډول لیدل کیږي، ۷۲میټره لوړوالی لری چې  په ترکیې کې د دوه اویا قومي ډلو ټپلو د شتون ښودنه کوي او تقریبا۳۶میټره قطر  لري.

https://iqna.ir/fa/news/4227885

captcha