IQNA

غلام رضا شاه میوه وائي؛

د روسیې د قرآن سیالۍ له ایران او ملایشیا سره ورته والی لري

5:46 - July 24, 2024
د خبر لمبر: 3489581
ایکنا – د ایران  نړیوال قاضی او داؤر  دې ته په اشارې سره چې د روسیې هیواد دقرآن نړیوالې سیالۍ  د ایرانی قاضي او قاری په شتون سره پيل شوي  دي، د ایران او ملایشیا  له قرآني سیالیو سره ئې  ورته والی ارزولی دی.

د روسیې هیواد د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو دوه ویشتم پړاؤ  پرون په کازان ښار کې پيل شوی. په دغه پړاؤ کې د  امید حسیني نژاد پر سیالیو سربیره چې  د  تحقیق د قرائت په څانګې کې ګډون کوي، غلام رضا شاه میوه هم د قاضیانو د هیئت په  ترکیب کې  د شتون لپاره   معرفی شوی دی.

هغه زیاته  کړې ده ، د ملایشیا، روسیې او دځينو رو هیوادونو په څير په سیالیو کې  چې  دهیوادونو رسمي سیالۍ دي ، او د حکومتونو له خوا ترسره کیږي، معمولا  متولي اورګان ته د رسمي لیک د لیږد له لارې ترسره کیږي،د روسیې د سیالیو په باب  هم همدغه وضعیّت دی . په نهایت کې  هم د اوقافو ادارې او د مختلفو ټاکنو د لیږد کمیټې  هم ارزولي او په نهایت کې ئې معرفی کړی دي.

د قرآنی سیالیو دغه نړیوال قاضي  د روسیې د سیالیو له ترسره کونکو سره  د شوو تعاملاتو په باب  ووئيل، له معرفي کولو وروسته ، رسمي بلن لیک لیږل شوی  او د سیالیو د قاضیانو په ډلې کې چې په انټرنیټي سایټ کې جوړ شوی دی، غړی شوی یم.تردې چې اطلاع لرم د روسیې د قرآن په سیالیو کې له ایران اور وسیې  څخه پر قاضیانو سربیره، د مصر، بنګله دیش، لیبیا او اماراتو په څير له هیوادونو هم استاذان پکې شتون لري.

هغه د ایران له سیالیو سره د روسیې د سیالیو د قضاؤت د نزدیکت په باب هم ووئيل، د سیالیو د هر دور ځيني اصول پخپلو کې سره مشترک وي،د مثال په توګه د ایران په سیالیو کې د تنغیم قدرت ته اشاره شوې او د روسیې په سیالیو کې  هم همدغه مورد د التحکیم بالنفس په نامې سره راغلی دی.

د روسیې سیالۍ هم د ملایشیا په څير زیاتره هغه قاریان چې د سید مصطفی اسماعیل په سټایل سره تلاؤت کوي، یا د مقام سسټم کې قرار لري او د ځواب  ځواب اجرا کوي،هم خوښیږي، ځکه احساس کوم  په ډيرو موردونو کې ئې د خپلو سیالیو آیئن نامه له ملایشیا څخه اخستې ده .

https://iqna.ir/fa/news/4227882

captcha