IQNA

د ایران اسلامی جمهوریت د نړۍ د مسلمانانو لپاره مناسبه بیلګه هیواد دی

5:45 - July 24, 2024
د خبر لمبر: 3489582
ایکنا - د تایلینډ د قرآن او د حدیثو د علومو د پوهنتون مشر شیخ شافعي ناپاکون  د شاه عبدالعظیم حسني د مقدس آستان له منجوَر(تولیّت) سره په کتنې کې ووئیل،د ایران اسلامی جمهوریت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مسلمانانو لپاره مناسبه بیلګه هیواد دی.

  ایکنانیوز  راپور راکړ، د حضرت عبدالعظیم حسنی تولیت /منجوَر حجةالاسلام سید علی قاضی عسګر په بنکاک کې د تایلینډ د اسلامی مرکز په ځاي کې له دیني چارواکو سره د لیدو کتو په خاطر دغه هیواد ته په سفر تللی دی.

جمهوری اسلامی ایران الگویی مناسب برای مسلمانان جهان است

ددغې کتنې په پیل کې حجةالاسلام قاضي عسګر د تایلینډ د مسلمانانو د ځائيګي،په اسلامی نړۍ کې په وحدت بخښنې  کې د مسلمانانو د رول، د اسلامی امت داتحاد او پیوستون د ضرورت او په درستې نړۍ کې د مسلمانانو لپاره د ایران داسلامی جمهوریت د بیلګه کیدا پشمول  مختلفو موضوعګانو  ته اشاره وکړه.

هغه دتایلینډ  مسلمانانو ته د خدماتو دوړاندې کولو او د اسلام د دودولو په لړ کې  ددغ هیواد د اسلامی مرکز فعالیتونو ته په اشارې سره ،ددغه مرکز د مشر او امام استاد شیخ شافعي ناپاکون د هڅو او خدماتو قدرونه اوستاینه وکړه.

شیخ شافعي ناپاکون  هم په یولړ څرګندونو کې داسلامی امت د وحدت د ساتلو پر اهمیّت او ضرورت په ټينګار سره د ایران اسلامی جمهوریت  دنړۍ په ګوټ ګوټ کې  د مسلمانانو لپاره  مناسبه بیلګه وبالۀ. ددغې کتنې په پاي کې  دواړو لورو د ایران او  تایلینډ ترمینځ د دوو اړخیزو اړیکو په پراختیا او ژورتیا  او همدرااز په دیني موضوعګانو کې ددواړو هیوادونو د ارتباط په چارو کې  دملګرتیا دعملی لارو چارو پر ارزونې هم ټينګار وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4228095

captcha