ایکنانیوز د القدس العربی له قوله راپور راکړ، دفلسطین د المپيک کیمټې په غزې کې د جنګ د دوام په دلیل دپاریس له المپيک لوبو څخه د صهیونیسټي رژيم د فوري حذفولو غوښتنه کړې ده.
د فلسطین المپیک کمیټې په ټولنیزو چینلونو کې د المپیک نړیوالې کمیټې مشر توماس باخ ته دخطاب یو پیغام خپور کړی او په هغه کې ئې اسرائيل د اسرائيلو د سپورټي ادارو او دهغوي دغړو په وسیله د المپیک د منشور دخلاف ورزیو په دوام تورن کړي دي .
په دغه پيغام کې راغلي دي ، اسرائيلو په غزې کې په عامو ځایونو په بمباریو سره د المپیک د منشور خلاف ورزی کوي او په دغو بمباریو کې ئې کابو څلور سوه فلسطیني لوبغاړي وژلي دي.
دغه پیغام همدرااز د فوټبال نړیوال فیډریشن (فیفا) او د هغه مشر جیاني اینفانټینو ته هم دی ،ځکه چې د اسرائيلو د سړیو فټبال ملی ټيم به هم د پاریس په المپيک لوبو کې ګډون وکړي.
باخ له دې مخکې وئيلي وو، چې د پارس په المپیک لوبو کې داسرائيلو شتون چې راتلونکي جمعې ورځې افتتاح کیږي،په خطرې کې نه دی.
د فرانسې چارواکو هم وئیلي دي ، چې د اسرائيلو سپورټي کاروان به شپه ورځ وساتل شي.
د فیفا عمومی اسمبلۍ په وروستۍ غونډې کې د فلسطین د فټبال فیډریشن ، له دغو لوبو د اسرائيلو د حذفیدا غوښتنه کړې چې په دې اړه د فیصلې کول ځنډول شوي دي.